Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

رباني: د واک د انحصار لپاره د ارګ هڅې د نظام د کمزورتیا لامل شوی

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني وايي، چې د واک د انحصار لپاره د ولسمشرۍ ماڼۍ هڅې د نظام د کمزورتیا لامل شوی دی.

ښاغلی رباني زیاتوي چې په تېرو پنځو کلونو کې د ارګ لخوا د قدرت د انحصار هڅې د نظام د تضعیف سبب شوي، خو دی به د دغه انحصار پر ضد پښې ټینګې او خپلې مبارزې ته به دوام ورکړي.

نوموړي چې نن جمعه (د وږي په ۲۹مه) د لویې جرګې په تالار کې د پخواني ولسمشر برهان الدین رباني د اتم تلین په مناسبت غونډې ته خبرې کولې خبرداری ورکړ چې که په ولسمشریزو ټاکنو کې د درغلۍ مخه ونه نیول شي نو لوی ناورین به رامنځته شي، چې ټوله پړه به یې د ټاکنیزو کمېسیونونو پر غاړه وي.

رباني زیاته کړه:«موږ د پنځو کلونو په لړ کې، تل موږ د واک د تمرکز په اړه ګواښ کړی او په زرګونه ځله د بې عدالتۍ او د بنسټونو د فلجولو په وړاندې درېدلي یوو او په راتلوونکې به هم خپلې دغې مبارزې ته دوام ورکړو.»

دوه ورځې مخکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې د ولسمشر حکم د هغه څه په اړه چې په دغه وزارت کې د سلیقه‎يي ګومارنو د تورونو د څېړنې لپاره ویل کېږي د بهرنیو وزارت رد کړی. د ولسمشر دا حکم، تېره اوونۍ د هېواد د اجراییه رییس عبدالله عبدالله له خوا هم ځنډول شوی و. 

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې ولسمشر باید په دې اړه بل حکم صادر کړي - خو ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د قانون پر بنسټ په بهرنیو چارو وزارت کې به څېړنې ترسره کړي.

په دغې غونډه کې ځينو لوړپوړو چارواکو له هغې ډلې عبدالله عبدالله، محمد کریم خلیلي او محمد محقق هم حضور درلود.

 اجراییه ربیس عبدالله عبدالله په دغه غونډه کې پر ولسمشر غني په نیوکې سره وايي ولسمشر سږ کال د برهان الدین رباني د تلین له امله هیڅ پيغام نه دی خپور کړی.

اجراییه رییس عبدالله عبدالله په دې اړه وویل:«هغه څوک چې شهید ته عزت قایل نه دی، هغه کس ځان ته سپکاوی کوي.»

د دغې غونډې نور ګډونوال، په ولسمشرۍ ټاکنو کې د درغلۍ او سولې خبرو اترو په اړه اندېښمن دي.

محمد محقق په دې اړه وویل:«ځينې سیالان په ناځوانۍ سره ټول قانوني معیارونه تر پښو لاندې کوي؛ دا زموږ په وړاندې ستونزه ده. له دولتي امکانانو څخه په پراخه توګه استفاده او د درغلۍ لپاره د ټولو دولتي بنسټونو سمبالول.»

کریم خلیلي هم څرګنده کړه:«د هېواد چارواکو! موږ له تاسو کار نه غواړو، ډوډۍ هم نه غواړو؛ نهیلي یوو. خو یو شی غواړو سوله!»

برهان‎الدین رباني په ۱۳۹۰ هجري لمریز کال کې هغه مهال چې د سولې عالي شورا رییس و، په خپل کور کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو. د دغه برید مسوولیت طالبانو په غاړه اخیستی و.

دوه ورځې مخکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې د ولسمشر حکم د هغه څه په اړه چې په دغه وزارت کې د سلیقه‎يي ګومارنو د تورونو د څېړنې لپاره ویل کېږي د بهرنیو وزارت رد کړی.

شریک یي کړئ