د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند سرپرست، صلاح الدین رباني ننهغه څه چې دی یې د حکومت لخوا نورو کسانو حذف بولي، نیوکه کوي.
رباني د «شهید برهان الدین رباني» بنسټ او د جمعیت ګوند مرکزي دفتر پرانیست غونډه کې (پنج شنبې د غبرګولي په ۲۹مه نېټه) د خبرو پرمهال کابل کې زیاته کړه، هغه کسان چې د لویدیځ په ملاتړ واک ته رسېدلي دي، دولتي سرچینې د نورو سیاسي حذف کولو لپاره کاروي.
هغه خبرداری ورکوي که اصلي لوري پرته له اجماع د سولې خبرې پیل کړي، نو داسې سوله به له پیله له ماتې سره مخامخ وي.
رباني افغانستان کې د ملت جوړونې لپاره د نړیوالې ټولنې طرحه ناقصه او غیرواقعي بولي او له همدې کبله تېرو ۱۹ کالو کې د اکثره خلکو نظر په پام کې نه دی نیول شو او هېواد ځکه د ناورین پر لور روان دی.
د جمعیت ګوند سرپرست په داسې غونډه کې چې د یاد ګوند ګوتو په شمار مخورو کسانو ګډون درلود او ډېر شمېر ګډون کوونکي یې ځوانان وو، څرګنده کړه، د جمعیت ګوند د دغه ګوند د موخو او ارمانانو خلاف او شخصي پرېکړې کړې دي.
ده همداراز څرګنده کړه چې د دغو کسانو ځان غوښتنه لامل شوې چې هېواد د کړکېچ پر لور ولاړ شي او دوی د خپل ژوند لپاره له هغو کسانو ګدايي کوي چې جرړې یې باد کې دي.