Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

رحماني: په فاریاب کې د ملي پوځ ۱۲ سرتېري وژل شوي

د فاریاب د ولایتي شورا رییس وايي چې په دغه ولایت کې د ملي پوځ ۱۲ سرتېري له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي دي او ۸ تنه نور یې ټپيان دي.

محمدطاهر رحماني زیاتوي چې دغه سرتېري د فاریاب ولایت په شیرین‎تګاب ولسوالۍ کې له طالبانو په جګړه کې وژل شوي دي.

ښاغلی رحماني وايي چې طالبانو د ملي پوځ ۸ تنه نور سرتېري له ځان سره بیولي دي او همدارنګه درې پوستې د هغوی لاسته ورغلي دي.

خو د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي وايي چې طالبان د شیرین‎تګاب ولسوالۍ په ګورزاد سیمه کې له دولتي ځواکونو سره په نښته شوي چې په پایله کې یې د ملي پوځ درې سرتېري وژل شوي او ۶ تنه نور وژل ټپيان شوي دی.

د هغه په وینا، په دغې نښته کې ۵ طالب اورپکي وژل شوي او ۷ تنه نور یې ټپيان دي.

شریک یي کړئ