وروستي خبرونه
Thumbnail

رسمي لیک چې اوهایو پوهنتون کې د شاد محمد څرګند برحالي تاییدوي

طلوع نیوز هغه لیک ته لاسرسۍ پیدا کړی چې په هغه کې، د زیربناوو په برخه کې د ولسمشر سلاکار شاد محمد څرګند، د امریکا د اوهایو پوهنتون د برحاله استاد په توګه لاسلیک کړی دی.

دغه لیک د ۲۰۱۹ زیږدیز کال د جولای په لومړۍ نېټه لیکل شوی او په هغې کې د کونړ، نورستان او پنجشېر والیان، د کونړ ولایت دوه نور چارواکي، د شادمحمد څرګند د دفتر یو غړی او د بهرنیو چارو له وزارته د ښاغلي څرګند زوم میرحارث انصاري د افغان پلاوي غړي بلل شوي دي.

طلوع نیوز ته رسېدلی لیک؛ چې اوهایو پوهنتون کې د شاد محمد څرګند د برحالۍ پخلی کوي.

څرګند د امریکا د اوهایوې پوهنتون د یوه برحاله استاد په توګه، په کابل کې د امریکا له سفارته د دغو اوو تنو لپاره د ویزې غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دوی باید د هماغه کال د جولای له شلمې د اګست له لسمې نېټې په امریکا کې وي.

د دغه سفر په اړه د شادمحمد څرګند په ګډون په ټولنیزو شبکو کې ځينې عکسونه هم خپاره شوي دي.

له بلخوا له دغه سفر څو ورځې وروسته او افغانستان ته د دوی په راستنېدو، څرګند کونړ ولایت ته سفر درلود چې د دغه سفر یوه موخه د کونړ سیند پرغاړه د یوه استنادي دېوال د ګټې اخیستو په مراسمو کې ګډون بلل شوی دی. دغه پروژه د دیارلس مېلیون ډالرو په لګښت عملي شوې ده.

د بیخ بنسټونو په چارو کې د ولسمشر لوړپوړی سلاکار شاد محمد څرګند وايي:«پاتې پروژې هم سروې او ډیزاین کېږي هغه ته هم دوام ورکوو، له څو میاشتو وروسته کله چې دا پروژه خلاصه شوه، بله یې پیلېږي.»

خو اوس په کونړ ولایت کې د دغې پروژې د کارول شویو موادو پر ټیټ کیفیت نیوکه کېږي او د دغه ولایت اوسېدونکي وايي د نوموړي استنادي دېوال ځینې برخې په ورانېدو دي.

د کنړ اوسېدونکی رضوان الله وویل:«د تړوني شرکت او وزارت ترمنځ په تړون کې راغلي دي چې ډبرې باید له غره څخه واېستل شي. ډبرې په دې معنی چې پر یو بل اېښودل شوي او نښتې وي؛ په داسې حال کې چې تاسې وینئ دغه ډبرې د درو دي او په منځ کې یې وړې ډبرې هم اېښودل شوي دي؛ که چېرې دغه کوچنۍ ډبرې د اوبو له فشار سره بهر شي، لویې ډبرې به په خپله وښویېږي.»

د کنړ بل اوسېدونکی سمېع الله هم زیاتوي:«خلک هره ورځ په دې اړه خپل غږ پورته کوي؛ خو کومه پایله نه لري. موږ والي صاحب ته هم ویلي چې دا کار باید ودرول شي. دا یو بې کیفیته کار دی.»

ځینې سیمه ییز چارواکي او همداراز د کونړ د ولایتي شورا ځینې غړي د دغه استنادي دېوال وضعیت ته د پاملرنې لپاره پر هڅو ټینګار کوي.

د خاص کونړ ولسوال زیور شاه سادات وايي:«د دغه استنادي دېوال د پلونو ترمنځ، ۶۵ مټري واټن رامنځته شوی، کومه بله پای او مانع نشته که چېرې د اوبو فشار زیات شي، شونې ده چې لویه لار، ښوونځی او پلونه د ژغورنې لار ونه لري.»

د کونړ د ولایتي شورا غړی ملک شېر زمین هم څرګندوي:«هڅه دې وکړي چې د کونړ دغې حیاتي پروژې لپاره نورې ستونزې رامنځته نه کړي، دا حیاتي د لوړ لګښت پروژه ضایع نه شي.»

له دې مخکې شاد محمد څرګند د هغه څه په ځواب کې چې کونړ ولایت ته په سفرونو کې د دولتي امکاناتو کارول او د دغه ولایت له والي سره د هغه نږدې والی بلل شوی و ټینګار کړی، نوموړي په کونړ کې د بنسټیزو پروژو د کیفیت د ارزونې په موخه په چورلکه کې دغه ولایت ته سفر کړی دی.

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وايي:«هر څوک په بشپړه توګه ازاد دی چې له دغې پروژې څارنه وکړي او که چېرې په هغه کې یو ساتني مټر هم غلطي وه، موږ یې په سترګو منو او اصلاح به یې کړو.»

د اوهایو پوهنتون د برحاله استاد په توګه د څرګند رسمي لیک په داسې حال کې خپرېږي چې څو ورځې مخکې طلوع نیوز ته داسې سند ورسېدلی و؛ چې ښيي شادمحمد څرګند له دوو کلونو راهیسې د دې ترڅنګ چې د ولسمشر غني سلاکار و، د امریکا د اوهایو پوهنتون لخوا په فواید عامې وزارت کې چې اوس له ټرانسپورټ وزارت سره یو ځای شوی د یوه قرارداد د عملي کولو د مسوول په توګه ټاکل شوی و او له دې پلوه یې په کال کې ۷۵ زره ډالره معاش اخیست.

په دغه لیک کې څرګند د خپل زوم او د کونړ او نورستان د والیانو په ګډون د اوو تنو لپاره؛ کابل کې د امریکا له سفارته د ویزې غوښتنه کړې ده.

شریک یي کړئ