Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

رسنیو ته د معلوماتو په نه ورکړې د مرکزي بانک د سرپرست تورنېدل

ځينې خبریالان، د مرکزي بانک سرپرست اجمل احمدي رسنیو ته د خپلو کارونو د معلوماتو پر نه ورکړې تورن وي.

ځینو خبریالانو په خپلو ټوېټر پاڼو لیکلي دي چې اجمل احمدي حتا د خپل ټوېټر پاڼه هم د هغوی پر مخ تلې ده.

تر هغه وروسته چې د افغانستان بانک د سرپرست اجمل احمدي د ورځنیو امتیازاتو د سنجولو خبره وشوه او دا موضوع د ټولنیزو شبکو یوه سوژه شوه؛ د خواله رسنیو ځينو کارونکي چې ډېری یې خبریالان دي؛ شکایت لري چې اجمل احمدي د هغوی پر وړاندې خپل د ټوېټر حساب تړلی دی.

په دې لړ کې اطلاعاتو ته د لاسرسي د کمېسیون یو غړی هم ورته شکایت لري.
 
اطلاعاتو ته د لاسرسي د کمېسیون غړی حمدالله ارباب په دې اړه وايي:«حساب ورکړه د حکومت له بنسټیزو موخو څخه دي! دا په دې معنا نه دي چې ته خلک بلاک کړې! دا ښه نه ده او معلوماتو ته د لاسرسۍ قانون له پلوه هم سمه خبر نه ده.»

خبریال جاوېد همیم کاکر څرګندوي:«اجمل احمدي د دولت مامور دی او د افغانستان د خلکو له مالیاتو معاش اخلي. هغه باید د خلکو نیوکو ته ځواب ورکړي او هغوی ته ځواب ویونکی وي.»

بل خوا یو شمېر خبریالان چې په هېواد کې اقتصادي پېښې څاري وایي اجمل احمدي چې په هر دولتي پوسټ کې کار کړی دی، رسنیو ته یې د معلوماتو له ورکولو سره لېوالیتا نه ده لرلې.

خبریال محمد اسلم حجاب وویل:«له دې مخکې د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست و او له دې مخکې هم د ولسمشر د اقتصادي چارو سلاکار و؛ دا کس اصلاً هېڅکله په افغانستان کې د بیان ازادۍ ته احترام نه دی لرلی.»

خبریال محمد علي طرحي هم زیاتوي:«په مرکزي بانک کې، د لوړپوړي کارکوونکي د ګوښه کېدو موضوع وه، د دغه بنسټ د امنیتي کمرو ګولېدل و او همدا ډول هغه اصلاحات چې ښاغلي احمدي د صرافۍ، د پیسو د راکړې ورکړې په برخه کې چې حوالې او خصوصي بانکونه دي ویلي و، اجرا کوي او دا اصلاحات رامنځته کوي، کله چې ما په دې اړه معلومات وغوښتل، له بده مرغه زموږ ته یې معلومات رانه کړل. »

په دې تړاو مو د اجمل احمدي نظر ترلاسه نه شوای کړای او هغه ته نږدې کسانو هم په دې اړه زموږ اړیکو او پوښتنو ته ځواب رانه کړ.

شریک یي کړئ