Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

رسولي:دفوټبال فډراسیون کې د اخلافي فساد په اړه له ۱۵تنو څېړنې شوي

د هېواد فوټبال فډراسیون کې د نجونو د جنسي او فېزيکي ځورونې له تورونو دوه اوونۍ وروسته، لویه څارنوالۍ وايي چې تراوسه په دې تړاو له ۱۵ تنو څېړنې شوې دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي نن له غرمې وروسته کابل کې یوې خبري غونډه کې په دې اړه مالومات ورکول وویل، چې د افغانستان د فوټبال ښځينه لوبغاړې خالدې پوپل او د فوټبال فډراسیون له رییس کرام ‎الدین کریم، او د دغه فډراسیون له ځینو نورو غړو څېړنې شوې دي.

ښاغلي رسولي زیاته کړه چې لویې څارنوالۍ له ټولو ښکېلو لورو چې په یو ډول په دغې پېښه کې دخیل دي، د مالوماتو غوښتنه کړې ده چې د فوټبال نړیوال فډراسیون (فیفا)، د افغانستان د فوټبال د ښځينه لوبغاړو ملاتړي شرکت هومل، او ګارډین ورځپانې چې د افغانستان د فوټبال فډراسیون کې د جنسي ځورونې ادعا لومړی مطرحه کړه، شامل دي.

له ټولو سره، رسولي وویل چې تراوسه په دې اړه د مالوماتو راغونډول بشپړ شوي نه دي، او لویه څارنوالۍ د دغه بهیر له بشپړېدو او تحلیل وروسته په دې اړه به پرېکړه وکړي. خو هغه د مشخص وخت په اړه څه ونه ویل.

کابو دوه اوونۍ مخکې ګارډین ورځپانې د افغانستان د فوټبال فډراسیون د ښځینه لوبغاړو د جنسي ځورونې د تورونو په اړه رپوټ ورکړ.

د هېواد د فوټبال ښځينه لوډلې پخوانۍ غړې خالدې پوپل په دغه رپوټ کې ادعا کړې وه چې د فوټبال فډراسیون مسوولان په ځانګړې توګه د دغه فډراسیون رییس کرام‎الدین کریم، د فډراسیون ښځينه لوبغاړې جسني ځورولي دي.

له هغې وروسته، لویې څارنوالۍ د دغه فډراسیون د رییس په ګډون د پنځو تنو دندې وځنډولې.

درې ورځې مخکې، د فوټبال نړیوال فډراسیون (فیفا) هم د فوټبال فډراسیون له ټولو فعالیتونو بې برخې کړ.  

شریک یي کړئ