Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

روحاني:ایران چمتو دی ترهګرۍ سره مبارزه کې له کابل سره مرسته وکړي

د ایران ولسمشر حسن روحاني، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پوځي مرکزونه د ترهګرو د پراختیا یو عامل بولي.

 حسن روحانی وایي تهران چمتو دی له ترهګرۍ سره د مبارزې په کار کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

اخوا د ایران تر ټولو لوړ پوړی چارواکی امریکا افغانستان ته د داعشیانو پر لېږدولو تورنوي.

 خو واشنګټن بیا په خپله ایران د ترهګرو لوی ملاتړی هېواد بولي.

د ایران ولسمشر له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره له ټلېفوني خبرو وروسته وايي امریکایي ځواکونه د امنیت د ټینګښت لپاره افغانستان ته راغلي خو خلک هره ورځ له ناامنيو سره مخامخ دي.

ښاغلي روحاني څرګنده کړه:«ښايي چې د بهرنیو ځواکونو شتون په خپله د هغو ترهګرو لپاره یوه ستره پلمه وي چې وکړای شي ځوانان حذب کړي.»

حسن روحاني زیاتوي ایران چمتو دی له ترهګرو ډلو سره په مبارزه کې له افغانستان سره مرسته وکړي خو د طالبانو نوم نه اخلي.

د ایران ولسمشر وویل:«د افغانستان خلک له ترهګرۍ سره مخ دي، که‎څه هم هغه داعشیان وي او یا نورې ډلې، که‎چېرې موږ مرسته وکړای شو، که مشوره وي او یا هم بل څه موږ چمتو یوو.»

په دې وروستیو کې د ایران د پوځلوی درستیز محمدحسین باقري هم ویلي امریکا غواړي داعش جنګیالي له عراق او سوريې څخه افغانستان ته ولېږدوي.

د ایران دغه ترټولو لوړپوړی چارواکی وايي په کابل کې د ځانمرګو بریدونو او چاودنو زیاتوالی د ترهګرو د فعالیتونو د پراختیا ښودنه کوي چې د امریکا لخوا یې ملاتړ کېږي، خو امریکا دا ادعاګانې بې بنسټه بولي.

د نړیوالو مسایلو کارپوه فرید محمدي په دې اړه څرګنده کړه:«ایران په سیمه کې د خپلو ګټو د ساتنې لپاره په غالب ګومان له داعش سره د مبارزې لپاره له طالبانو هم ګټه واخلي.»

دا په داسې حال کې دي چې امریکا په وروستیو اوونیو کې خپل په لسګونه پوځیان له درنو وسلو سره له عراقه افغانستان ته رالېږدولي او ټاکل شوې له دغو پوځي وسایلو له ترهګرو ډلو سره په جګړه کې کار واخیستل شي.

شریک یي کړئ