Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

روسیه:د افغانستان ستونزه پوځي حل لاره نه لري

روسیه د افغانستان د سولې په اړه د سیمه‎ييزو هېوادونو د کوربه توب موخه،د افغانستان اوسنیو ستونزو ته د حل لارې لپاره د تګلارې لټون بولي.

په کابل کې د روسیې سفیر ټینګار کوي چې د افغانستان اوسنۍ ستونزه پوځي حل لاره نه لري او د ۱۲ سیمه‎ییزو هېوادونو استازي د مسکو په دریمه غونډه کې،افغان حکومت او طالبان مخامخ خبرو اترو ته هڅوي.

په کابل کې د روسیې سفیر الکسانډر مانټیټسکي وویل:«څو علتونه شته چې باید د افغانستان په ستونزې په سیمه‎يیزه توګه بحث وشي او د طالبانو تحریک ته پیاوړی پیغام واوستول شي چې د افغانستان ستونزه پوځي حل لاره نه لري.»

 دا روسی دیپلومات ټینګار کوي چې په دې غونډه کې طالبانو ته بلنه نه ده ورکول شوې.

هغه زیاته کړه:« په دې غونډه کې طالبانو ته هېڅ بلنه نه ده ورکول شوې، یوازې د حکومتونو استازي په‎کې ګډون کوي.»

په همدې حال کې د ناټو سرمنشي ټینګار کوي چې په افغانستان کې د سولې هر بهیر باید د افغانانو لخوا ترسره شي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په دې اړه څرګنده کړه:«موږ له سولې او ملي روغې جوړې ملاتړ کوو خو دا بهیر باید د افغانانو په مشرۍ وي او په خپله د افغانانو لخوا په مخ یوړل شي. موږ د سوله‎يیزې حل لارې او له تاوتریخوالیو پرته حل لارې پیدا کېدو څخه ملاتړ کوو خو دا بهیر باید د افغانانو لخوا رهبري شي‎، دا د ناټو اصلي پیغام دی.»

 روسیه ولې له افغانستان سره ډېره لېوالتیا لري؟

د ولسي جرګې غړي فرهاد مجیدي څرګنده کړه:«د ځواکمنو هېوادونو دغه ناسالمه سیالۍ افغانستان یې د د ناعادلانه جګړو په میدان بدل کړی چې په پایله کې یې د افغانستان خلک دي چې قرباني کېږي او وینه یې تویېږي.»

د کابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزي هم څرګنده کړه:«ظاهراً د سولې د پروسې تر نامه لاندې خو زما باور دا دی،چې هر څومره لوبغاړي په ځانګړې توګه نه لمسېدونکي توګه په افغانستان کې لاسوهنه وکړي،د افغانستان پېښه پېچلې به شي او دا د روسانو په ګټه هم نه ده او له بده مرغه په هېواد کې بې ثباتي به زیاته کړي.»

په دې لړ کې د امریکامتحده ایالاتونو پوځ یوځل بیا له طالبانو سره د روسیې د احتمالي مرستو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د امریکامتحده ایالاتونو د پوځ مرکزي قوماندان وايي چې روسیه له طالبانو په ملاتړ هڅه کوي چې په افغانستان کې نفوذ لرونکی لوری وي.

شریک یي کړئ