Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

روسیه:غني باید د روسیې پر خلاف له څرګندونو ډډه وکړي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت، د روسیې په تړاو د افغان ولسمشر پر وروستیو څرکندونو نیوکه کوي او د افغان حکومت له مشرتابه څخه غواړي، چې د روسیې پر ضد پر هغو تبلیغاتو باور ونه کړي، چې د دغه وزارت په وینا د ځینو لوېدیځو رسنیو له خوا ورته لمن وهل کېږي.

تېره اوونۍ ولسمشر غني پکتیا کې په غیر مستقیم ډول، روسیه یې له طالبانو څخه په ملاتړ تورنه کړه.

د روسيې د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو هر ډول ملاتړ رد کړی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبر پاڼه کې راغلي چې د ولسمشر غني وروستۍ څرګندونې د مسکو لپار د منلو وړ نه‎دي.

د دغې خبرپاڼې په بله برخه کې راغلي دي:«د افغانستان د مشر دغه ډول څرګندونې د یو ملګري هېواد په څېر د منلو وړ نه بولو. یادونه کوم چې د افغان چارواکو په بېلابېلو برخو کې څو ځله په بې بنسټه توګه په ورته تورونو ټينګار کړی دی.»

ولسمشر غني د یکشنبې په ورځ پکتیا ولایت ته د سفر په لړ کې پرته له دې چې د روسيې نوم واخلي وویل چې طالبان له هغو هېواده مرسته تر لاسه کوي چې د یونیم مېلیون افغانانو د وژنې مسوول بلل کېږي.

افغان ولسمشر ویلي وو:«وویاړئ چې تاسې له هغو کسانو پیسې ترلاسه کوئ چې یو نیم مېلیون افغانان یې شهیدان کړي دي.»

که څه هم ولسمشر غني د روسیې نوم نه دی اخیستی خود د جهاد په دوره کې روسیه د یونیم مېلیون افغانانو د وژنې مسووله پېژندل شوې وه.

دغه راز، د سیاسي چارو ځینې شنوونکي وایي چې حکومت باید په هېواد کې لومړی د سیمې او نړۍ لاسوهنې بندې کړې.

د سیاسي چارو کارپوه علي اکبر جمشیدي زیاته کړه:«دا غوره ده له دې مخکې چې افغان چارواکي هڅه وکړي چې روسیه او یا د افغانستان نور ګاونډي هېوادونه د افغانستان په چارو کې پر لاسوهنې تورن کړي، له ډيپلوماټیکو لارو څخه له دوی سره بحث او خبرې اترې وکړي.»

له دې وړاندې امریکايي چارواکو هم په افغانستان کې روسیه د طالبانو په ملاتړ تورنه کړې وه.

د ورسیې د بهرنیو چارو وزارت دوه میاشتې مخکې اعلان کړی وو چې په منځنۍ اسیا کې د داعش د  نفوذ د مخنیوي په پار له طالبانو سره همکاري کوي.

خو طالبانو د روسیې مرستې رد کړې دي.

شریک یي کړئ