Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

روسیه: په افغانستان کې ناپېژانده چورلکې داعش ته وسلې لېږدوي

روسیه پر لوېدیځ تور پورې کوي چې په افغانستان کې داعش ډلې ته د چورلکو له لارې د مرستو رسولو په اړه یې سپیناوی نه دی کړی.

په کابل کې د روسیې سفیر، الکساندر مانتيتسکي تېره ورځ( دوشنبې د سلواغې۲۳مه) وویل چې ناپېژانده چورلکو د افغانستان په شمال کې داعش ډلې ته مرستې رسوي، خو لوېدیځ په دې اړه چوپه خوله دی او هېڅ معلومات نه شریکوي.

ده زیاته کړه:«له بده مرغه کابل او نه هم زموږ لویدیځ‎والو شریکانو د هغو ناپېژاندو چورلکو په اړه کره مالومات شریک کړي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت کې تګ راتګ کوي او ویل کېږي ترهګرو ته مرستې او دوی لیږدوي.»

دغه روسي ډپلوماټ پر افغانستان هم تور پورې کوي چې په شمال کې له داعش سره د مرستو په تړاو اطلاعات نه وړاندې کوي.

د «تاس»خبري آژانس راپور ورکړی چې روسي ډپلوماټانو په وار وار دا موضوع له یوناما سره شريکه کړې ده.

انتيتسکي وړاندې ویلي دي:«موږ هیله لرو هغه هېوادونه چې افغانستان کې د سولې او ټیکاو پلویان دې د ترهګرو ملاتړو هېوادونو باندې فشار راوړي.»

ده وویل:«داسې حقیقتونه باید فاش شي.»

د روسیې سفیر ویلي دي:«موږ تمه لرو چې لوی ځواکونو د امریکا متحده ایالاتونو لپاره په افغانستان کې د دې هېواد حاکمیت او د سيمې هېوادونو ګټې تر پښو لاندې نکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې امریکايي چارواکو د روسي مشرانو دا ډول څرګندونې رد کړې او ویلي یې وه، داعش ډله د امریکا دښمنه ده او دا مهال امریکايي پوځیان له افغان ځواکونو سره په ګډه د داعش د نابودۍ په جګړه بوخت دي.

روسیه لویدیځ داعش ډلې ته د مرستو ورکړې څرنګوالي په اړه د مالوماتو نه ورکړې باندې تورن وي او واِيي چې ناپېژانده چورلکې وسله وال لېږدوي

شریک یي کړئ