Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

روسیې له طالبانو سره د همکارۍ تورونه رد کړل

کابل کې د روسیې سفارت دوشنبې( دوري۲۱مه) د خبرپاڼې په خپرولو سره پر مسکو هغه تورونه رد کړي چې د طالبانو له ډلې ملاتړ کوي او دا تورنه یې"بې بنیاد و بې‎مسوؤلیته" او خام خایلونه بللي دي.

خبرپاڼه کې راغلي دي چې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتونو په مشرۍ د ائتلافي ځوکونو شتون او پرمختللو امکاناتو په درلودو سره بیا هم له طالبانو د روسیې ملاتړ په اړه کوم غږ او یا انځور د ثبوت په توګه نه دی وړاندې شوی.

په کابل کې د روسیې سفارت د داسې افکارو خپرولو د امریکا متحده ایالاتونو څارګرې ادارې یا سي آی اې پورې تړلې بولي او ټینګار یې کړې چې د طالبانو ملاتړ، تمویل، مادي او تخنیکي مرستې حقیقت نه دی.

مخکې له دې د امریکا مرکزي پوځ قومندان، جوزف ووتل په ګډونیو شمېر امریکايي او افغان سیاسي څېرو ویلي وو چې روسیه د طالبانو مالي او تخنیکي ملاتړ کوي.

د روسیې سفارت په خبرپاڼه کې څو رپوټونو ته شاره کړې له ډلې یې یو هم دا چې په دې وروستیو کې د روسیې لوړپوړي پلاوي د پاکستان په وزیرستان کې د طالبانو له یوې اډې لیدنه کړې ده او له دې ډلې سره یې مرسته کړې ده. 

خبرپاڼې ټينګار کړی دی چې په کابل کې د روسیې سفارت یو ځل بیا ټینګار کوي چې دا هېواد له طالبانو ملاتړ نه کوي،دا تورونه له حقیقت څخه تش دي او په اوسنیو حالاتو کې به دا ډول تورونه د سولې راوستو په برخه کې ښه پایله ونه لري.

خبرپاڼې زیاته کړې ده چې روسیې په افغانستان کې له ترهګرۍ سره  د مبارزې په برخه کې مهمه ونډه درلوده، او له دې ډلې د افغانستان له پوځ سره د بلاعوضو مرستو لړۍ او د دې هېواد تخصصي موسسې لخوا د افغانستان قانون پلې کولو بنسټونو کارکوونکو ته روزنه ده.

خبرپاڼې همداراز افغان محصلینو ته بورسیو یادونه هم کړې ده چې هر کال یې افغانانو ته چمتو کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال په ډسمبر میاشت کې د روسیې او طالبانو ترمنځ د یو شمېر اړیکو خبرونه خپاره شول.

هغه مهال د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د طابانو سره د خبرو اترو، مالوماتو بدلون او همکاري په افغانستان کې د داعش ډلې سره د مبارزې په موخه شوي دي.

تېره میاشت د اروپا لپاره د ناټو قومندان، کورتیس ام اسکاپاروتي وویل چې پر طالبانو د روسیې نفوذ د ودې په حال کې دی.

ده زیاته کړه چې ښایې روسیه په افغانستان کې له طالب وسله‎والو ملاتړ وکړي.
 
خبرپاڼه کې راغلي دي چې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتونو په مشرۍ د ائتلافي ځوکونو شتون او پرمختللو امکاناتو په درلودو سره بیا هم له طالبانو د روسیې ملاتړ په اړه کوم غږ او یا انځور د ثبوت په توګه نه دی وړاندې شوی

شریک یي کړئ