Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

روغتیا وزارت: تر اوسه هېواد کې یوازې یوه د کرونا مثبه پېښه لرو

د عامې روغتیا وزیر، فیروزالدین فیروز نن(چهارشنبې د کب په ۷مه نېټه) وايي په هرات ولایت کې د کرونا ویروس نهه مشکوکې پېښې منفي تشخیص شوي دي.

هغه زیاتوي چې اوس مهال هرات ولایت کې تشخیص شوې یوه پېښه مثبته ده او دا ټول افغانستان کې یوازېنۍ پېښه ده.

د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې هېواد کې ۱۴ مشکوکې پېښې ټولې منفي دي.

د روغتیا وزارت وايي چې کابل ته د کرونا ویروس د مشکوکو ۱۵ پېښو معاینات لېږدول شوي چې یوازې هرات کې یوه مثبته ده.

د یاد شمېر مشکوکې پېښې په هرات، غور، کابل، هلمند کې ثبت شوې وې.

په همدې حال کې ولسمشر غني یوې فوق العاده ناستې په ترڅ کې د هېواد مالیې وزارت ته سپارښتنه کړې، څو هېواد کې د کروناویروس مخنوي لپاره د عامې روغتیا وزارت ته ۱۵میلیون ډالره ورکړې.

ښاغلي غندي همداراز ویلي چې لس میلیونه ډالره باید دغه وزارت ته په ریزرفي توګه ځانګړې شي.

د عامې روغتیا د مالوماتو له مخې د کرونا ویروس له ایرانه افغانستان خپور شوی دی.

وروسته له دې چې په هرات ولایت کې د کرونا ویروس مثبته پېښه تایید شوه، د عامې روغتیا وزارت په دغه ولایت کې بېړنی حالت اعلان کړ.

نوموړي د کروناویروس د اندېښنو په تړاو وویل چې یاده پېښه پر وخت پېژندل شوې او اړین اقدامات یې په تړاو شوي دي.

د غامې روغتیا وزیر د اخته کس عمر ۳۵ کاله ښیې او وايي چې حالت یې ښه دی.

فیرزو الدین فیروز زیاتوي چې روغتیايي کارکوونکو ته د نړیوالو معیارونو پر اساس روزنه ورکړل شوې ده او له نیکه مرغه دغو اقداماتو ښه پایله ورکړې ده.

شریک یي کړئ