Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'روغتیا وزارت پر پخوانیو چارواکو د فساد تورونه د ادعا تر کچې دي'

لویه څارنوالۍ د عامې روغتیا وزارت د پخواني وزیر او د دغه بنسټ د ځينو مرستیالانو او رییسانو د فساد تورونو په هکله د پلټنې ادارې څېړنې یوه ادعا ګڼي.

د لویې څارنوالۍ ویاند وايي چې د روغتیا وزارت پر پخوانیو چارواکو تورونه مستند نه دي.

لویې څارنوالۍ ته د فساد د تورونو له امله د عامې روغتیا د مخکني وزیر فیروزالدین فیروز او د دغه وزارت د اوو اوسنیو او مخکنیو چارواکو له معرفي کېدو یوه ورځ وروسته؛ د افغانستان د پلټنې ادارې؛ لویې څارنوالۍ ته د بدخشان او میدان وردګو د اوسنیو والیانو او د هرات او نورستان د مخکنیو والیانو د ورپېژنې خبر هم ورکوي.

خو لویه څارنوالي وایي چې پر دغو چارواکو د فساد د لګېدونو تورنو په تړاو پوره اسناد نه دي وړاندې شوي.
 
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وویل:«د افغانستان د څارنوالۍ له لوري مستند سازۍ ته اړتیا ده. د تور او ادعا په کچه کې دي چې مطرحه شوي دي. زموږ همکاران دا په جدي او هر اړخیزه توګه به څېړنې وکړي.»

بل خوا د عامې روغتیا مخکینی وزیر په یوه غږیز پیغام کې پرځان لګېدلې تورونه سیاسي بولي:«ای کاش د غني قانون پر ټولو کسانو یو ډول پلی شوی وای. یو د صادقانه خدمت په بدل کې څارنوالۍ ته معرفي کېږي چې زه یم او نور د خیانت په بدل کې تقدیر او ستایل کېږي.»
           
خو د عامې روغتیا وزارت دغه پخوانی چارواکی چې شاوخوا دوه میاشتې یې په دغه وزارت کې د مرستیال په توګه کار کړی دی؛ په فساد د ځان د تورنېدو څرنګوالی د پوښتنې وړ بولي.
                  
د عامې روغتیا وزارت مخکیني مالي او اداري مرستیال شفیق شهیم په دې اړه وویل:«دا ډول چلند دوه خبرې لري، یوه د عقدې خلاصون دی او بل یوه ناوړه دود.»

بل خوا حقوق پوهان او له اداري فساد سره پر مبارزې څارونکي بنسټونه د حکومت دا اقدامات د پوښتنې وړ بولي.
 
د افغانستان دروڼتیا څاربنسټ رییس اکرام افضلي وویل:«یوه اداره چې نه قانون لري او نه هم د څېړنو لپاره اړین تشکیل او نه له سیاسي مداخلې خپلواکي لري نه شي کولای څارنوالۍ ته د چارواکو د معرفۍ لپاره له سیاسي ملحوضاتو پرته څېړنې ترسره کړي.»
        
حقوق پوه سبحان الدین مصباح هم څرګنده کړه:«هغه سندونه چې لږ تر لږه د هغه پر بنسټ دعوا تحریک شي و الا دوی د حثیت د اعادې حق هم لري.»

له اداري فساد سره د مبارزې څارونکو بنسټونو تل نیوکه کړې چې حکومت په نړیوالو غونډو کې له ګډون مخکې له اداري فساد سره د مبارزې په چاره کې د لاسته راوړنې په هڅې کې دی. خو افغانستان په تېرو کلونو کې د نړۍ په کچه پر فساد د ککړو هېوادونو د نوملړ په سر کې راغلی دی. 
 
د عامې روغتیا مخکینی وزیر فیروز الدین فیروز په یوه غږیز پیغام کې پرځان لګېدلې تورونه سیاسي بولي.

شریک یي کړئ