Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

رویټرز: ټرمپ غواړي ټول سرتېري له افغانستانه وباسي

رویټرز خبري آژانس خبر ورکړی دی چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا له افغانستانه د خپلو ځواکونو ویستو ته لېوالتیا ښکاره کړې ده.

د راپور له مخې ټرمپ سپیڼه ماڼۍ کې د خبري ناستې پرمهال ویلي دي چې افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شتون نور بس دی.

هغه زیاته کړې ده:«موږ ۱۹ کاله کیږي چې هلته[افغانستان] کې یوو، بلې فکر کوم چې دا به بس وي، او که وغواړو هر وخت هلته تلی شو.»

د امریکا ولسمشر ویلي دي:«فکر کوم ټول پوهیږي چې افغانستان کې مو د پوځیانو شمېر له اتو زرو کم دی. موږ ډېرو سیمو کې مشري په لاس کې لرو. موږ له طالبانو او افغان ولسمشر سره په اړیکه کې یوو اوس د دوو ولسمشرانو مسله هم هواره شوې ده.»

نوموړي همداراز ویلي دي چې له نورو هېوادونو به هم امریکايي ځواکونه وباسي:«موږ مثبتې خبرې لرو، او غواړو چې سرتېري مو خپل هېواد ته راستانه شي. نه یوازې افغانستان بلکې نورو هېوادونو په تړاو هم وایم. له ټولو ځایونو خپل سرتېري خپل هېواد ته راستنو. کله چې وغواړو بیا هم هغو ځایونو ته تلی شو. کله اړ وو چې بیا لاړ شو نو بیا به لاړ شو. د جنګي سرتېرو په شان به بیا ولاړ شو. خو اوس د پولیسو په څېر عمل کوو.»

خو ټرمپ د امریکايي ځواکونو د وتو کره نیټې په تړاو څه نه دي ویلي خو زیاته کړې یې ده چې ژر ممکنه وخت کې به دا کار وکړي.

رویټرز وايي چې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو ویستل د ټرمپ د ټاکنیزو ناندرو یوه برخه ده.

په همدې حال کې سي ان ان خبر د امریکا دفاع وزارت کې د سرچینو له قوله ویلي دي چې د دغه هېواد لوړپوړو پوځي  چارواکو په موثره توګه او له ټاکل شوي وخته مخکې افغانستانه د سرتېرو ویستو په تړاو غور کوي.

 راپور کې راغلي دي چې ټرمپ غواړي له ټاکنو مخکې په نومبر میاشت کې سرتېري وباسي.

ټرمپ د ۲۰۱۶ زیږدیز کال د ټاکنیزو ناندرو په ترڅ کې ویلي وو چې سرتېري به کورته ستانه کړي.

امریکا اوس مهال افغانستان کې ۱۳ زره سرتېري لري.

د امریکا ولسمشر له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ویستو کره نېټې په تړاو څه نه دي ویلي

شریک یي کړئ