Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

رپوټ: د کورنیو چارو وزارت ۱۷۰ زغروال موټر راټول شوي نه دي

له اداري فساد سره د مبارزې ګډې ګمېټې یو نوی رپوټ ښيي چې د کورنیو چارو وزارت ۱۷۰ زغروال موټر د دغه وزارت له پخوانیو مرستیالانو او جنرالانو، د ولسي جرګې له غړو او سیاستوالانو سره دي.

د دغه بنسټ چارواکو د دغه رپوټ له خپرولو سره وویل چې له چارواکو، استازو او سیاسي څېرو څخه د دغو موټرو د راټولولو په تړاو د ولسمشر د فرمان سربېره، دغه لېږدونکي وسایط راټول شوي نه دي او د ورځې په ناقانونه توګه له هغه کار اخیستل کېږي.

په کورنیو چارو وزارت کې د اداري فساد د زیانونو د ارزونې د سپارښتنو پر عملي کولو د څارنې په تړاو له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې د ګډې کمېټې په دویم رپوټ کې راغلي دي چې؛ د دغه وزارت یو سلو اویا موټر د کورنیو چارو وزارت له پخوانیو معینانواو جنرالانو او یو شمېر سیاسي څېرو سره دي.

له اداري فساد سره د مبارزې د کمټې د دارالانشا څېړونکی محمد اسحاق پویا په دې اړه وویل:«پخواني وکیلان دي، د امینې قومندانان دي، جنرالان دي او سیاستوالان دي او ځينې نور کسان هم شاملېږي، ولسمشر حکم کړی و، چې د کورنیو چارو وزارت دې خپل وسایط له دغو کسانو څخه راغونډ کړي. د کورنیو چارو وزارت په دې اړه خپله هڅه کړې خو تر کمه بریده بریالی و.»

د دغه رپوټ په بله برخه کې راغلي دي چې د کورنیو چارو وزارت د دې کمېټې د ارزښتونو له مخې د لومړي ځل لپاره داسې سسټم رامنځته کړی دی چې اوسمهال په درویشتو ولایتونو کې د دغه وزارت د ۸۰ سلنه کارکوونکو او د هغوی د پوځي تجهیزاتو په تړاو کره معلومات په کې ثبت شوي دي.

له اداري فساد سره د مبارزې د ګډې کمېټې د دارالانشا رییس میوند روحاني وايي:«توانېدلي چې دغه مالومات ثبت کړي. د ديپوګانو لپاره یې معیاري فورمونه جوړ کړي. د لوژسټیک او تدارکاتو ترمنځ همغږي رامنځته کړې. لوجېسټک چې هر څه غواړي په دقیقه توګه له تدارکاتو اخلي.»

د کورنیو چارووزارت ویاند نصرت رحیمي څرګنده کړه:«د کورنیو چارو وزارت د مک له تعقیبي اعلامینې هرکلی کوي. ډېری هغه موردونه چې دغه بنسټ له دې مخکې مطرح کړي وو، هغې ته رسېدنه شوې ده او پاتې موردونه په بشپړ دقت سره د اجرا په حال کې دي.»

بل خوا د ولسي جرګې یو شمېر غړي نېوکه کوي چې له اداري فساد سره د مبارزې ګډه کمېټه حکومتي اداري د اداري فساد له پلوه سمې نه ارزوي او له همدې امله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څه موده وړاندې پر دې ادارې خپلې مرستې بندې کړي.

د ولسي جرګې غړی ضیا الدین اکازی وايي:«دغه بنسټ په افغانستان کې هېڅ پایله نه ده لرلې. هغه څوک چې د دولت لپاره کار کوي او هغه څوک چې له دولته فرمایش اخلي دا ډول کار حکومتي بنسټونو ته کومه پایله نه ورکوي. همدا فساد تراوسه په دولتي بنسټونو کې دوام لري.»

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې اوارزونې ګډې کمېټې د درېیو کلونو لپاره د کورنیو چارووزارت د تدارکاتو، لوژستیک او بشري سرچینو د مدیریت برخې د اداري فساد د زیانونو له اړخه وڅېړلې او په دې اداره کې یې د اصلاحاتو د رامنځه کېدو لپاره شپږ پنځوس سپارښتنې وکړي.

د دغه بنسټ چارواکو د دغه رپوټ له خپرولو سره وویل چې له چارواکو، استازو او سیاسي څېرو څخه د دغو موټرو د راټولولو په تړاو د ولسمشر د فرمان سربېره، دغه لېږدونکي وسایط راټول شوي نه دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه