Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

رپوټ: په افغانستان کې د ورځې ۹ ماشومان وژل او یا معلول کېږي

د یونېسف یا له ماشومانو د ملګرو متلونو سازمان د ملاتړ صندوق تازه رپوټ څرګندوي چې په افغانستان کې د ورځې تر ۹ ماشومانو وژل او یا هم معلولېږي.

د دغه رپوټ موندنې ښيي چې افغانستان لا هم د ماشومانو لپاره ترټولو خطرناکه هېواد دی او د روان زیږدیز کال په لړ کې د دغه هېواد په جګړه کې د تېر کال په پرتله د ماشومانو مرګ ژوبلې ۱۱سلنې زیاتوالی موندلی.

د یونېسف د رپوټ پر بنسټ، په روان کال کې په افغانستان کې ۶۳۱ ماشومان وژل شوي او یو زره او ۷۳۰ نور ټپیان شوي دي.

د یونېسف یا له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق د تازه رپوټ له مخې په افغانستان کې د جګړې ښکیل لوري د ماشومانو په ساتنه کې ناکام وو او په افغانستان کې په منځنۍ کچه د ورځې نهه ماشومان د جګړې له امله وژل کېږي او یا هم معلولېږي.

د یونېسف تازه رپوټ ښيي چې له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۸ زیږدیز کاله په افغانستان کې شپږ زره او ۵۰۰ ماشومان وژل شوي دي او ۱۵زره نور ماشومان ټپیان شوي دي. خو یوازې په روان ز کال کې په افغانستان کې ۶۳۱ ماشومان وژل شوي دي او ۷۳۰ نور ماشومان ټپيان شوي دي چې دا شمېر د تېر کال  د ورته وخت په پرتله یوولس سلنه زیاتوالی ښيي.

د افغانستان لپاره د یونېسف استازی ابوبکر کامپو په دې اړه وویل:«د جګړې له ښکېلو لوریو زموږ وروستۍ غوښتنه دا ده چې ډېری نسلونو د جګړې په پایله کې خپل ماشوم له لاسه ورکړی دی؛ زه د افغانستان د ټولو ماشومانو له امله د جګړې له لوريو غواړم چې د سولې خبرو ته کېني او سوله شونې کړي.»

یوولس کلنه پرې ګل درې میاشتې مخکې په پروان کې د جګړې له امله په پښه ټپې شوه؛ دا وایي چې تر معلولېدو وروسته ښوونځي ته له تګ نه پاتې شوه.

د جګړې قرباني پری ګل وویل:«زما په پښه چره ولګېده د کلنۍ ازمونې څخه پاتې شوم، ومې نه شوای کړی چې ښوونځي ته ولاړه شم، نه پوهېږم چې اوس مې پښه جوړېږي که نه.»

په کابل کې د سره صیلب د کمېټې د درملنې د یو مرکز مسوولان وايي چې د ورځې په منځنۍ ګچه دغه روغتون ته لس معلول ماشومان ورځي چې له دې ډلې دوه هغه په جګړو کې ټپيان شوي دي.

په کابل کې د سره صلیب د کمېټې د روغتون ډاکټره آرزو وايي:«پاتې کلافیک دي یا له زېږون سره سم معلول وي، دوی له دې امله چې مور یې امیندواره وي د جګړې له امله روحیه یې کمزورې  کېږي او یا هم خپله روحیه له لاره ورکوي چې له زېږون سره سم معلول وي او یا هم سي پي نړۍ ته راځي.»

له دې ټولو سره سره د افغانستان لپاره د یونېسف استازی وایي چې د افغانستان پارلمان باید له ماشومانو د ملاتړ قانون په اړه پرېکړه وکړي؛ ځکه ماشوم په نړیوالو قوانینو کې تعریف شوی دی.

د افغانستان لپاره د یونسیف استازی ابوبکر کامپو څرګندوي:«تعریف عادي دی چې نوی زېږدلی ماشوم له لومړۍ ورځې تر اتلس کلنۍ پورې ماشوم دی؛ دا د یونېسف تعریف دی. دا هغه څه دي چې د ماشوم په لایحه کې هم راغلي دي.»

په افغانستان کې پر ماشومانو سربېره نور ملکیان هم د تاوتریخوالو او جګړو تر ټولو ډېر قرباني وګړي دي؛ د یوناما د وروستي رپوټ له مخې د روان زیږدیز کال له پېله د سږکال تر سپټمبر میاشتې په افغانستان کې څه باندې ۱۸ زره ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

شریک یي کړئ