Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ریچارډ: په ارګ کې د جنسي بډو اخیستو تورونه دې وڅېړل شي

د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان استازی ریچارډ بینټ، په ارګ کې د ښځو د جنسي بډو اخیستو او د فحشا دودولو د تورونو په اړه اندېښمن څرګندوي.

ریچارډ بینټ چې نن یکشنبې (د چنګاښ په ۲۳مه) کابل کې د «د ښځو په وړاندې له تاوتریخوالي سره د مبارزې بنسټونو د همغږۍ ملي کفنرانس» ته وینا کوله د دغو تورونو پر څېړلو ټینګار وکړ.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان استازی ریچارډ بینټ څرګنده کړه:«که کاري چاپېریال کې ځورونې پای و نه مومي، کاري چاپېریال به نا امن کړي. د یوه بنسټ شهرت ته به زیان ورسوي او په ټولیزه بڼه پر یوه بنسټ منفي اغېز کوي. امن کاري چاپېریال د ټولو حق دی. یو امن کاري چاپېریال که عدالت ته زمینه برابره کړي، د ټولو افغانانو هیله ده. د ښځو له خوا شوي شکایتونه د هغوی حق دی، دې برخه کې هغوی له تاسې مرسته غواړي.»

کابو یوه میاشت مخکې د ولسمشر پخواني سلاکار حبیب الله احمدزي ادعا وکړه چې په ارګ کې ځينې کړۍ په حکومت کې د ښځو د ګومارلو په بدل کې له هغوی «جنسي بډې» اخلي.

درې ورځې مخکې بي بي سي هم یو رپوټ خپور کړ چې د هغه پر بنسټ ځینو ښځو ویلي وو چې ولسمشر ته نږدې کسانو له هغوی جنسي غوښتنه کړې ده.

 د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش چې هغه هم نننیو مراسمو ته وینا کوله، دا تورونه د ولسمشر غني د سیاسي سیالانو له خوا خپرې شوې ګنګوسې وبللې او وې ویل که‎چېرې دا تورونه ثابت شي، تورن باید عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.
ښاغلی دانش دا تورونه د حکومت پر وړاندې ننګ بولي او له لویې څارنوالۍ غواړي چې دا تورونه په دقیق ډول وڅېړي.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش زیاتوي:«هغه کسان چې د ټاکنیز کمپاین او یا هم سیاسي او شخصي مخالفتونو په موخه په هر حق او ناحق مورد کې د حکومت په ادرس او د حکومت په مشران او په ځانګړې توګه د ولسمشر په وړاندې خپله عقده څرګندوي، څو ځان سیپن او د قانون پلوي وښيي او عامه ذهنونه هم د حکومت د ډلې په اړه راپاروي؛ که‎چېرې دا کسان چې په خپله ډېره موده په حکومت کې وو او دم‎ګړۍ هم د حکومت په دسترخوان ناست دي ښه پوهېږي چې اوسنۍ ولسمشر له هغوی ټولو پاک دی.»

خو ښاغلی دانش اعتراف کوي چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د بل هر کال په پرتله زیات او خطرناک شوی دی.

ښاغلي دانش څرګنده کړه:«تراوسه هم د هېواد په کچه لکه‎څرنګه چې لازمه او وړ ده، ښځې عدالت ته لاسرسۍ نه‎لري. لا هم فساد د قانون د تنفیذ په مراجع کې شتون لري او لاهم د بښنې کلتور لیدل کېږي.»

د ښځو په وړاندې له تاوتریخوالي سره د مبارزې بنسټونو د همغږۍ ملي کفنرانس د لویې څارنوالۍ لخوا د څلورو ورځو لپاره د ۳۴ ولایتونو څارنوالانو د همغږۍ او همدا ډول د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره جوړ شوی، د جنسي تاوتریخوالي له قربانیانو غواړي چې د عدالت د پلي کېدو لپاره عدلي او قضايي مرکزونو ته ولاړې شي.

لوی څارنوال فرید حمیدي وویل:«د افغانستان د خلکو د اعتماد د ترلاسه کولو لپاره، له صلاحیت، ځواک، په پرېکنده او خپلواکه توګه غیر سیاسي او په بې پرې توګه به دغو دوسیو ته رسېدنه وشي.»

شریک یي کړئ