Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

زاهد: د پاکستان تورنول دننه افغانستان کې له ستونزو سترګې پتول دي

زاهد نصرالله خان له طالبانو د پاکستان د ملاتړ د دوام په اړه د نیوکو په غبرګون کې وايي طالبان د افغانستان او پاکستان ترمنځ پولې په اوږدو کې تګ راتګ کوي خو دا له طالبانو د اسلام اباد د ملاتړ په مانا نه دي.

د پاکستان سفیر زیاتوي د پاکستان تورنول د افغانستان له اصلي ستونزو د سترګو پټول دي.

کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله خان څرګنده کړه:«د پاکستان تورنول، په واقعیت کې دننه په افغانستان کې له ستونزو د سترګو پټول دي. تاسې پوهېږئ دا اصلي موضوع ده. آن که تاسو په فرضي توګه ومنئ چې پاکستان له طالبانو ملاتړ کوي دا له تاسو سره مرسته نه کوي باید طبیعي دلایل وړاندې شي.»

له بلخوا هغه هیله څرګندوي چې په افغانستان کې د شنبې ورځې ټاکنې په سوله‎يیزه توګه ترسره شي.

په دې لړ کې په کابل کې د ایران سفیر وايي په افغانستان کې د امنیت او سولې د ټینګښت لپاره له هر حرکته ملاتړ کوي.

کابل کې د ایران سفیر محمد رضا بهرامي وايي:«موږ افغانستان کې د سولې یو له ملاتړو وبولئ. طبعتاً موږ د یوې پایدارې سولې غوښتونکي یوو او په طبیعي توګه افغان دولت او د افغانستان کورني بهیرونه به په دغې موضوع کې ښکېل وي او په واقعیت کې دغه هېواد کې د یوې اجماع رامنځته کوونکي وي، ښه دا برخه بیا افغانانو او افغان دولت ته ورګرځي؛ خو په ټولیزه توګه موږ له هرې هغې ښکارندې چې وکړای شي سوله ډالۍ کړي هرکلی کوو.»

ایران او پاکستان په داسې حال کې د افغانستان د سولې له بهیر سره د مرستې خبره کوي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د کار په پيلېدو او په قطر کې له طالبانو سره د نوموړي په کتنې سره په هېواد کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د واشنګټن هڅې کړندۍ شوې دي.

په همدې حال کې افغانستان کې د ایران سفیر وايي چې تهران د افغانستان د سولې د هر ډول خبرو اترو هرکلی کوي.

شریک یي کړئ