د ملي امنیت د پخواني رییس امر الله صالح پلویانو د شهید په اوونۍ کې د خلکو د نه زورولو له پیغام سره د مقاومت په منار کې د ګلانو ګېډې کېښودلې.
د دغه بهیر غړو نن (جمعه د وږي په ۱۷ مه) په یوه ننداریز حرکت سره د شهید اوونۍ او د هېواد د ملي اتل د تلین د لمانځنې په ورځ بې نظمیو او د خلکو ځورونې ته نه وویل.
اخوا ګډونوالو د امنیتي ځواکونو ټپیانو ته وینه هم ورکړه.
د دغه بهیر غړي وحید حمزه د دغه حرکت په اړه وویل:«ترهګرو ته زما پیغام دا دی چې زموږ خلک یوموټی او منسجم دي. لکه څرنګه چې ملي اتل له هېواد څخه دفاع وکړه، دغه صدیق زامن هم دفاع کوي.»
د دغه بهیر یو بل غړی داریوش محمدي هم زیاته کړه:«زموږ وړاندیز دا دی چې په همدې ډول ارام او د خلکو له ځورونې پرته دغه ورځ ولمانځي.»
په همدې حال کې، د دغه بهیر ځینې غړي د هېواد امنیتي ځواکونو ته وینه ورکړه او له هغوی څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ.
د زرغون بهیر غړی عبدالمنیر سنګي په دې اړه څرګنده کړه:«زه د وسلهوال پوځ لپاره وینه ورکوم.د شهید ورځ ده، موږ راغلي یوو د هغو کسانو لپاره وینه ورکوو چې د هېواد په لاره کې خپله وینه د ملت او خپلو خلکو لپاره قربانوي.»
ټاکل شوې ده د شهید له اوونۍ او د احمد شاه مسعود د ترور له ۱۶ تلین څخه سبا په رسمي توګه یادونه وشي.