Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

زلمي خلیلزاد له عمران خان سره ولیدل

د افغانستان سولې په برخه کې د امریکا متحده ایالتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان له لومړي وزیر، عمران خان سره د طالبانو د سولې خبرو په تړاو خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، محمود قریشي وايي یک‎شنبې(د وږي په ۳۱مه نېټه) خلیلزاد او عمران خان د ملګرو ملتونو کلنۍ ناستې په څنډه کې سره لیدلي دي.

محمود قریشي زیاتوِ په دې لیدنه کې چې د امریکا متحده ایالاتو جمهوري غوښتونکی سناتور، لیندسي ګراهام حضور درلود، خلیلزاد عمران خان ته له طالبانو سره سولې خبرو، د هغې منځپانګې او له خبرو د تمو په تړاو مالومات ورکړي دي.

وروسته له دې چې د کابل په شش درک سیمه کې د طالبانو په موټر بم چاودنه کې د یوه امریکايي سرتېري په ګډون ۱۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړ، د  امریکا متحده ایالاتو ولسمسشر، ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د واشنګټن خبرې ودرولې.

له طالبانو سره د خبرو اترو له درېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې خلیلزاد په یوه رسمي ناسته کې ګډون کوي.

ټرمپ په خپله ټویتر پاڼه کې لیکلي وو:«په کابل کې چاودنه زموږ د یوه عالي سرتېرې او ۱۱ نورو کسانو د وژل کېدو لامل شو، ما ټولې ناستې او خبرې لغو کړې.»

مخکې له دې خلیلزاد له طلوع نیوز سره په خبرو کې ویلي وو چې له طالبانو سره په اوصولو کې هوکړې ته رسېدلی او وروستۍ پرېکړه به د امریکا ولسمشر، ټرمپ کوي.

هغه ویلي وو چې د هوکړې له لاسلیکه وروسته به په لومړي پړاو کې ۵۴۰۰ امریکايي سرتېري د افغانستان له پنځو اډو وځي او په بدل کې به یې طالبان په کابل او پروان کې تاوتریخوالی کموي.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې د افغانستان حکومت د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د هوکړې د متن په تړاو مالومات غوښتني وو.

په همدې حال کې ده چې د طالبانو یوه پلاوي هم یک‎شنبې په بیجینګ کې له چیني چارواکو سره لیدلي.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، سهیل شاهین وایي، د طالبانو د دې نهه کسیز پلاوي مشرۍ، ملا عبدالغني برادر کوله او د چین د حکومت په بلنه بیجینګ ته تللی وو.

شاهین وایي، دې لیدنه کې د افغانستان سولې په اړه وروستیو بدلونونو باندې خبرې شوي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي، چې ملا برادر، د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي ته ویلي چې طالبانو په افغانستان کې د کړکېچ سوله‎ییز حل لپاره، امریکا سره خبرې کړي او یوې هراړخیزې هوکړې ته رسېدلي.

د شاهین په وینا، ملا برادر ویلي، اوس چې امریکا له خپلې ژمنې په شا شوې، نو ټولو ورانیو او وینتویېدنې مسوولیت د امریکا په غاړه دی.

له هغو وروسته چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې بندې کړې، د طالبانو پلاوی د روانې وږي میاشتې په ۲۲ او ۲۵مه نېټه د روسیې او ایران د حکومتونو په بلنه دغو دوو هېوادونو ته هم تللی وو.

زلمي خلیلزاد له عمران خان سره ولیدل

په دې لیدنه کې امریکايي جمهوري غوښتونکی سناتور، لیندیسي هم حضور درلود

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه