Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

زلمی خلیلزاد بیا کابل ته راغی

د افغان سولې بهیر لپاره د  امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی، زلمی خلیل‌زاد له طالبانو سره د سولې خبرو اترو څرنګوالي په تړاو کابل ته راغلی.

ښاغلي خلیلزاد په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي دي چې تر اوسه یې له یو شمېر افغان چارواکو او د سولې عالي شورا د دارالانشاء رییس، عمرداوودزي سره لیدنه کړې ده.

هغه وړاندي لیکلي چې له افغان چارواکو سره یې د خبرو موضوع د سولې بین الافغاني خبرو ته اړتیا وه.

زلمی خلیلزاد له طالبانو سره په قطر کې له خپلې پنځمې لیدنې ۲۲ ورځې وروسته کابل ته راځي.د دواړو لورو وروستۍ لیدنې ۱۶ ورځې دوام وکړ او د کب میاشتې په ۲۱ مه نېټه پای ته ورسېده.

په دې لیدنه کې دواړو لورو له ترهګرۍ سره پر مبارزې او له افغانستانه د بهرنیو  ځ واکونو پر وتو سره سلا شول.

په همدې حال کې د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس، عبدالله عبدالله دوشنبې (د وري په ۱۲مه نېټه) د وزیرانو شورا په ناسته کې خبرې کولې وویل د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی او د سولې  ټینګښت د هڅو پر سره به ورسره خبرې وکړی.

هغه وړاندې وویل:«ښاغلی خلیلزاد تېره شپه کابل ته راغلی او نن ورسره لیدنه لرو، له دوی سره خبرې د سولې بهیر په تړاو ده او دا چې موږ د افغانستان دولت په توګه ا و د دې هېواد د خلکو په ت وګه څه کولی شو، تر څو هېواد کې د سولې راتګ لپاره فرصت ووسي، او په دې بهیر کې د خلکو غوښتنه په سمه توګه تمثیل شي.»

دی همداراز څرګندوي چې د سولې خبرو اترو په موخه د ټول شموله پلاوي جوړېدو لپاره هم ګامونه پورته شوي دي.

زلمی خلیلزاد بیا کابل ته راغی

د افغان سولې بهیر لپاره د  امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی، وايي له افغان چارواکو سره یې د سولې خبرو پر مختګ او بین الافغاني خبرو اترو په تړاو خبرې کړې دي

شریک یي کړئ