Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

زمان احمدي: شونې ده راتلوونکې اوونۍ په ضمانت ازاد شم

زمان احمدي هغه لیکوال دی چې سپېڅلتیاو او مقدساتو ته د سپکاوي په جرم له اوو کلونو او درې میاشتو راهیسې په زندان کې دی، وايي چې شونې ده راتلوونکې اوونۍ په ضمانت له زندانه ازاد شي.

د طلوع نیوز خبریاله زهرا رحیمي چې له زمان احمدي سره د مرکې لپاره د څرخلي پله زندان ته تللې ده؛ وايي چې زمان احمدي هیله لري، بیا ځلې محکمه چې پر هغه د تور پورې کولو د څرنګوالي لپاره جوړېږي عدالت ټینګ کړي.

ښاغلی احمدي وايي چې هغه «بې ګناه» زندان ته اچول شوی دی:«اوس چې یو ځل بیا واک ته د طالبانو خطر احساس کېږي ټولو ته معلومه شوې چې زه نه یوازې بې ګناه وم بلکې د ټولنې د ارزشتونو مدافع هم وم.»

هغه زیاته کړه:«له سترې محکمې مننه کوم چې زما د نارواي حکم یې په موقع سره لغوه کړ. هیله ده چې ابتداییه محکمه هم عدالت تامین کړي.»

موده مخکې، د مدني ټولنې د فعالانو او د ټولنیزو شبکو کارونکو د اعتراضونو په پایله کې، سترې محکمې د زمان احمدي د بند حکم لغوه کړ. هغه په ۱۳۹۱ کال کې ونیول شو او په ۲۰ کاله بند محکوم شو. پر هغه تور دی چې په خپلې یوې مقاله کې چې هېچېرته چاپ شوې نه ده مقدساتو ته سپکاوی کړی دی.

بلخوا د زمان احمدي مدافع وکیل علي مدد حکیمي وايي چې یو ځل بیا به د زمان احمدي د برخلیک په اړه یوه لومړنۍ محکمه پرېکړه وکړي او هغوی غواړي څو هغه ته برایت ورکړل شي.

ښاغلی حکیمي زیاته کړه:«دا خل غواړم چې یوازې د هغه تور په اړه چې د لویې څارنوالۍ او مخکې هم تور پورې شوی و، یوازې د خپل موکل برایت غواړم.»
و.
 
خو د افغانستان لویه څارنوالي وايي ستره محکمه به د زمان احمدي د خوشي کولو په اړه پرېکړه وکړي.

د لويې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي څرګنده کړه:«مخکنی پرېکړه به تعدیل شي او بیا ځلې د افغانستان د محاکمو له لوري په دې برخه کې به پرېکړه وشي؛ پر هغه څه چې د افغانستان محاکم پرېکړه وکړي، د افغانستان لویه څارنوالۍ د قانون د احکامو په رڼا کې پرېکړه به تطبیق کړي.»

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم له دې مخکې ویلي چې د زمان احمدي دوسیه به تعقیب کړي.

د رپوټونو له مخې د ۱۳۹۱ هجري لمریز کال د تلې په میاشت کې د بامیانو د بوتانو د ویجاړولو د لاملونو په اړه د یوې مقالې د لیکلو په غبرګون کې د کابل په لوېدیځ کې ونیول ش

زمان احمدی، در ماه میزان سال ۱۳۹۱هجری خورشیدی در پی نوشتن مقاله‌یی دربارۀ عوامل تخریب مجسمه‌های بودای بامیان، بازداشت شد.

شریک یي کړئ