اجرائیه ریاست مني چې د ملي یووالي حکومت د مشرانو د مهمو ژمنو نه عملي کېدل،د دغه حکومت د ځينو ستونزو څخه دي.
د ملي یووالي حکومت له کاره څه د پاسه دوه کاله تیریږي، خو تراوسه د اجرایي رییس صلاحیتونه روښانه شوي نه دي.
په فرهنګي برخه کې د اجرائيه رییس لوړپوړی سلاکار سید آقاحسین فاضل سانچارکي وايي چې د اجرائيه رییس د واکونو نه روښانه کېدل تراوسه هم د ولسمشر او اجرائیه رییس ترمنځ د اختلاف ټکی دی.
ښاغلي سانچارکي زیاته کړه:«بحث د اجرائیه ریاست ځانګړي واکونه دي چې د اجرائيه رییس د ګمارنې او پیسو صلاحیتونه دي.»
په همدې حال کې په افغانستان کې روڼتیا د څار بنسټ رییس سید اکرام افضلي وايي چې له اداري فساد سره مبارزه او په دولتي ادارو کې د اصلاحاتو راوستل د ملي یووالي حکومت د مشرانو مهمې ژمنې وې، خو د حکومت د مشرانو ترمنځ د اختلافاتو دوام د دغو ژمنو په نه عملي کېدو پورې اړوند بلل کېږي.
ښاغلي افضلي وویل:«په ټول کې روڼیتا لازمه ده چې ژمنه یې کړې وه په ټولو ادارتو کې رامنځته شوې نه ده او اصلاحات هم تراوسه په ادارو کې پلي شوي نه دي.»
د ټاکنیز نظام اصلاح، د برېښنايي تذکرو وېش او د اساسي قانون د تعدیل لپاره د کمېسیون جوړول د ملي یووالي حکومت د مشرانو په سیاسي هوکړه لیک کې شامل وو.
د ولسي جرګې غړي محمد عبده څرګنده کړه:«بنسټيزه ستونزه د حکومت د مشرانو همغو شخړو او اختلافونو ته ګرځي چې نه دي توانېدلي خپلې ژمنې عملي کړي.»
د امنیت ټینګښت، د بې وزلۍ کمول، د بیخ بنسټونو جوړول، د ټیکاو ټینګښت، د کاري زمینو برابرول او په درېیو قواوو کې د نویو اصلاحاتو پلي کول د حکومت نورې ژمنې وې چې پر نه عملي کېدو یې په ځلونو د خلکو لخوا نیوکې شوې دي.