Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ساپکو: افغان حکوت دې افغانانو ته د رڼو ټاکنو ډاډ ورکړي

د افغانستان د بیارغونې پر چارو د امریکا ځانګړي څارونکي جان ساپکو د افغانستان له حکومته غوښتي  چې خلکو ته دې د رڼو ټاکنو ډاډ ورکړي.

 هغه ټینګار کوي، هغه پیسې چې افغانستان ته استول کېږي، باید په ټاکنیزو مبارزو او نورو نامشروع چارو کې ونه لګول شي.

د افغانستان لپاره د بیارغونو په چارو کې د امریکې ځانګړي څارونکي  په کابل کې، له فساد سره د مبارزې په تړاو جوړه شوې غونډه کې وايي، د افغانستان خلکو ته په ټاکنو کې د هغوی د رایو د روڼتیا په اړه باید ډاډ ورکړل شي.

ښاغلي ساپکو زیاته کړه:« افغانان باید ډاډمن واوسي چې ټاکنې به رڼې وي او رایې به وشمېرل شي باید هغوی ته ډاډ ورکړل شي کومې پيسې چې افغانستان ته استول کېږي د شخصي موخو او بې‎ځایه لګښتونو لپاره به ترې ګټه وا نه‎خیستل شي.»

ولسمشر غني په راتلونکي کال کې د ولسي جرګې ټاکنې په روان کالکې یوه مهمه سیاسي پېښه بولي.

افغان ولسمشر اشرف غني په دې اړه څرګنده کړه:« په روان کال کې مهمه او سیاسي پېښه د ولسي جرګې رڼو ټاکنو ترسره کول دي.

په یو مشخص چوکاټ کې د دیموکراتیکو ټاکنو ترسراوي لپاره د ټاکنو په کمېسیون کې له فساد سره د مبارزې لپاره جدي هوډ ته اړتیا ده، ترڅو هغو خلکو ته چې د ولسواکۍ لپاره د خپل ژوند قربانولو ته حاضر دي، د کمېسیون له کارونو په رښتیا سره هیله‎مني پیدا شي.»

تمه کېږي د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د روان لمریز کال د تلې په ۲۸مه نېټه ترسره شي.

د افغانستان لپاره د بیارغونو په چارو کې د امریکې ځانګړي څارونکی وايي، چې د افغانستان خلکو ته په ټاکنو کې د هغوی د رایو د روڼتیا په اړه باید ډاډ ورکړل شي.

تصویر بندانگشتی

د افغانستان د بیارغونې پر چارو د امریکا ځانګړي څارونکي جان ساپکو د افغانستان له حکومته غوښتي  چې خلکو ته دې د رڼو ټاکنو ډاډ ورکړي.

 هغه ټینګار کوي، هغه پیسې چې افغانستان ته استول کېږي، باید په ټاکنیزو مبارزو او نورو نامشروع چارو کې ونه لګول شي.

د افغانستان لپاره د بیارغونو په چارو کې د امریکې ځانګړي څارونکي  په کابل کې، له فساد سره د مبارزې په تړاو جوړه شوې غونډه کې وايي، د افغانستان خلکو ته په ټاکنو کې د هغوی د رایو د روڼتیا په اړه باید ډاډ ورکړل شي.

ښاغلي ساپکو زیاته کړه:« افغانان باید ډاډمن واوسي چې ټاکنې به رڼې وي او رایې به وشمېرل شي باید هغوی ته ډاډ ورکړل شي کومې پيسې چې افغانستان ته استول کېږي د شخصي موخو او بې‎ځایه لګښتونو لپاره به ترې ګټه وا نه‎خیستل شي.»

ولسمشر غني په راتلونکي کال کې د ولسي جرګې ټاکنې په روان کالکې یوه مهمه سیاسي پېښه بولي.

افغان ولسمشر اشرف غني په دې اړه څرګنده کړه:« په روان کال کې مهمه او سیاسي پېښه د ولسي جرګې رڼو ټاکنو ترسره کول دي.

په یو مشخص چوکاټ کې د دیموکراتیکو ټاکنو ترسراوي لپاره د ټاکنو په کمېسیون کې له فساد سره د مبارزې لپاره جدي هوډ ته اړتیا ده، ترڅو هغو خلکو ته چې د ولسواکۍ لپاره د خپل ژوند قربانولو ته حاضر دي، د کمېسیون له کارونو په رښتیا سره هیله‎مني پیدا شي.»

تمه کېږي د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د روان لمریز کال د تلې په ۲۸مه نېټه ترسره شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه