Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سرحدي سیمو کې د پاکستاني پوځيانو له عملیاتو د دفاع وزارت نیوکه

ملی دفاع وزارت د هېواد د پولو ته‎څېرمه د پاکستاني پوځیانو د عملیاتو په غبرګون کې وایي چې دغه عملیات له کابل سره له همغږۍ څخه پرته ترسره شوي او اسلام اباد هڅه کوي چې د حقاني شبکې په ګډون نور ترهګر افغانستان ته راواړوي.

د ملي دفاع وزارت ویاند وایي چې پاکستان باید د امریکا او چین ترڅار لاندې هغه برخې په نښه کړي چې د افغانستان د حکومت له لوري د ګواښ په توګه پېژندل کېږي.

د پاکستان پوځ له ۱۰ ورځو راهیسې په خیبرایجنسۍ کې عملیات پیل کړي دي، ټاکل شوې وه دغه عملیات د افغان دولت په موافقې د امریکا او چین تر څارنې لاندې ترسره شي.

خو ملي دفاع وزارت وايي دا عملیات له افغانستان سره په همغږۍ کې نه عملي کېږي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزيري په دې اړه په ډاګه کړه:«د دغو عملیاتو په اړه له افغانستان سره همغږي نه ده شوې،اصلاً پرېکړه دا سې وه هغه موخې چې زموږ له خوا پاکستان ته ورکړل کېږي، باید تر ګوزار لاندې ونیول شي.»

یو شمېر پخواني پوځي چارواکي وايي چې امریکا او چین باید د دغو عملیاتو د نه همغږۍ په وړاندې بې پامي ونه‎کړي.

پخوانی پوځي محسن مختار څرګنده کړه:«ملګري ملتونه، ناټو او امریکا باید په دې اړه له پاکستان څخه پوښتنه وکړي چې ولې به خپل سر عملیات پر مخ بیايي.»

پخواني پوځي چارواکي اندېښنه لري چې په دغو عملیاتو کې به هم د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته د ترهګرو اصلي پټنځایونه خوندي پاتې شي.

د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند وویل:«مدرسې باید بندې کړي او د هغوی ترهګریز روزنتونونه له منځه یوړلای شي او د هغوی استادانو ته سزا ورکړل شي، او د هغوی مشران باید افغان حکومت ته وسپارل شي.»

د پاکستاني پوځیانو دغه عملیات د خیبرایجنسۍ قبایلي سیمې په راجکال سیمه کې ترسره کېږي چې د افغانستان له ننګرهار ولایت سره په پوله پرته ده، د رپوټونو له مخې په دغو سیمو کې د پاکستاني طالبانو تحریک او په داعش پورې اړوند کوچنۍ ډلې فعالیت لري.

شریک یي کړئ