د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وايي چې حکومت په هېواد کې له ولسي پاڅونونو څخه «هرکلۍ او ملاتړ» کوي.
د سرور دانش په وینا،ترهګر اوس ولسي پاڅون کوونکي ډېر په نښه کوي ترڅو په یو ډل د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د خلکو له یوځای کېدو و همکارۍ مخنیوی وکړي.
ښاغلي دانش زیاته کړه:«افغان حکومت له ولسي پاڅونونو هرکلۍ او ملاتړ کوي. موږ له خلکو په ځانګړې توګه له ځوانانو غواړو چې له دې ډېر نور لیدونکي نه وي او د افغانستان د ملي پوځ او ملي پولیسو له ځواکونو سره په همغږۍ او د یوه عمومي بسیج په چوکاټ کې پاڅون وکړي.»
په همدې حال کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ولسي پاڅونونو پر قانوني کېدو ټينګار کېږي.
د بېلګې په توګه په کندز کې د ولسي پاڅوون کوونکو شمېر کابو زر تنو ته رسېږي. هغه ځواکونه
، چې د دې ولسوالۍ په ځینو برخو کې یې څو ځل د طالبانو بریدونه په شا وتمبول.
خو اوس سمهییز چارواکي، د ناامنیو په خوا کې بله اندېښنه هم لري، چې دومره زیات شمېر وسلهوالو باندې به څنګه کنټرول ولري.
د خان اباد ولسوال حیات الله امیري په دې اړه وایي:«د وسلهوالو شمېر زیات دی، په دې ځای کې موږ د حکومت ملاتړ ته اړتیا لرو او دا چې د مرکز له خوا مو ملاتړ وشي.»
د ولسي پاڅون کوونکو مشران هم، په امنیتي ادارو کې د خپلو کسانو په ګمارنه کې د هغوی د فعالیتونو په قانوني کېدو ټینګارکوي.
د ولسي پاڅون کوونکو قومندان محمد عمر آقتاش وویل:«کله چې دولت موږ ته اړتیا لري، له موږ څخه استفاده کوي؛ خو کله چې اړتیا یې رفع شي، بیا موږ له تاریخ تېر شویو له ډلې حسابوي!»
د هېواد په ځینو ولایتونو کې ولسي پاڅونوال لا هم فعال دي. لږ تر لږه ۱۷ ولایتونو کې، خو دا چې څه شمېر وسلهوال ولسي پاڅون کوونکي په دغو ولایتونو کې دي، نه پرې کوم کس او نه هم کومه اداره پرې پوهېږي.
د ولسي جرګې غړي سید اکرام په دې اړه څرګنده کړه:«حکومت په ځانګړیو شرایطو او په ځانګړو ځایونو کې له خلکو څخه ملاتړ غواړي او خلک له حکومت سره همکار دي او د خپلو سیمو او سرحدونو د ساتلو لپاره پاڅوون کوي او له حکومت سره یوځای له خپلې خاورې څخه دفاع کوي،خو بیا هم زه وایم دا به غوره وي چې د امنیتي ارګانونو جوړښت زیات شي او له دې لارې د خلکو د امنیت ټینګښت زیات شي.»
د ولسي پاڅونوالو مخیینه، ۱۳۹۲ کال ته ورګرځي.هغه مهال، غزني د اندړو اوسېدونکي د طالبانو پر وړاندې پورته شول.، خو وروستي کال کې او په تېره بیا وروستیو څو میاشتو کې دا څېر خوځښتونه زیات شول.