Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سروې: ډېری امریکايي سرتېري د ترهګرۍ په وړاندې د جګړې دوام غواړي

د «اسمېټ سونین» امریکايي مجلې له خوا یوه ترسره شوې سروې ښيي چې د دغه هېواد ډېری ځواکونه غواړي چې د ترهګرۍ په وړاندې جګړه دې وغځول شوي.

د اسمېټ سونین مجلې په سروې کې چې د «سټارس انډ سټرېپس» خپروندویې ټولنې په همکارۍ چمتو شوې، د لومړي ځل لپاره د امریکا د ملي پوځ د ۹۲۲ پخوانیو او ۱۰۹ برحاله سرتېرو څخه ځينې سوالونه پوښتل شوي دي.

دغه سرتېري پیاوړي سیال هېوادونه، ترهګریز سازمانونه او مجرمې ډلې د امریکا د ملي امنیت پر وړاندې له لویو ګواښونو څخه بولي.

په داسې حال کې چې دغه سرتېري د ترهګرو پر وړاندې د جګړې پر دوام ټینګار کوي خو په کابل کې د ولسي جرګې یو شمېر غړي بیا په افغانستان کې د ډونلډ ټرمپ له لوري د امریکايي سرتېرو په کموالي نیوکه کوي.

د ولسي جرګې غړی سید علی کاظمي وايي:«که‎چېرې هغوی ژر بهر شي د افغانستان ټولنه له یوې ستونزې سره مخ کېږي، که‎چېرې په تدریجي توګه بهر شي؛ له بلخوا په خپله امریکایان له یوې ستونزې سره مخ کېږي، که‎چېرې له ارزونې پرته حرکت وکړي د هغوی لپاره به یو نوی سرخوږۍ رامنځته کړي.»

د ولسي جرګې غړی موسي جناب هم څرګندوي:«زه په دې باور یم چې د امریکايي ګرباچوف هم پيدا شو؛ لکه چرنګه چې ګرباچوف روسان سره وپاشل، دا (ټرمپ) هم امریکا پاشي.»

په دې لړ کې د ولسي جرګې ځينې غړي په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو د اوږدمهاله شتون د بدیل لپاره نورې لارې تر بحث لاندې نیسي.

د ولسي جرګې غړی غلام حسین ناصري وايي:«په خپله افغان حکومت دې پرېکړه وکړي چې بهرني ځواکونه دې قانونمن او نظام من اعلان کړي؛ په روان کال کې دومره او په راتلوونکي کال کې دومره او له هغې په وروسته کال کې هم دومره ترڅو د افغانستان خلک په جریان کې وي.»

د ولسي جرګې بل غړی ملا سید محمد اخند زاه هم زیاتوي:«که‎چېرې څوک له موږ سره سوله غواړي، موږ هم حاضر یو. موږ دلته نه د چا خیرات ته ناست یوو، دومره ځواک پیدا کولای شو چې په خپله یې وخورو موږ د پارلمان غړي ځو او له پوځيانو سره په سنګرونو کې ځای پر ځای کېږو، په دې ویاړم، ډوډۍ پیدا کړم او موږ د چا خیرات نه غواړو.»

له دې مخکې د امریکا مرستیال ولسمشر ویلي تر دې دمه له افغانستانه د ځواکونو د یوې برخې د وتو په اړه کومه پرېکړه نه ده شوې او ډونلډ ټرمپ د دې طرحې په ارزونې بوخت دی.

یو شمېر امریکايي چارواکو فاکس نیوز ته ویلي، له افغانستانه د اوو زرو امریکايي ځواکونو د وتو د رپوټ پرخلاف شونې ده دغه شمېر درې زره وي.

د «سمېټ سونین» مجلې په سروې کې سرتېرو ویلي چې په افغانستان او عراق کې د امريکې حضور اوږدماله دی.

شریک یي کړئ