Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سرپل او بلخ کې د ۱۶ طالب وسله والو وژل کېدل

په بلخ ولایت کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو خبرپاڼه په دغه او سرپل ولایتونو کې د ۱۶طالب وسله‎والو له وژل کېدو خبر ورکوي.

د یادې قول اردو په خپرپاڼه کې نن(چهارشنبې د لړم په لومړۍ نېټه) راغلي دي چې تېره شپه کابو یوولیس بجې طالب وسله والو د سرپل ـ جوزجان په لویه لاره د افغان ځواکونو پر پوستو برید وکړ.

خبرپاڼه کې همداراز راغلي دي چې د برید پرمهال د افغان ځواکونو ځوابي برید پرمهال ۸طالب وسله وال وژل شوي دي.

خبرپانې د بلې پېښې په تړاو ویلي چې د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ نښته کې ۸ نور طالب وسله وال وژل شوي او دوه تنه نور تپیان شوي دي.

د شاهین قول اردو په فاریاب او جوزجان ولایتونو کې هم طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ له نښتو خبر ورکړی، خو جزئیات یې نه دي ورکړي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

په بلخ او سرپل ولایتونو کې دوو جلا پېښو په ترڅ کې ۱۶ طالب وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپيان دي

شریک یي کړئ