Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سرپل کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې

د سرپل ولایت سیمهییز چارواکي دوشنبې(نن د وږي۱۹مه) وايي چې طالبانو له درېیو خواو د سرپل پر مرکز برید کړی دی او اوس مهال د ولایت ودانۍ تر دوو کیلو مټرۍ پورې رسېدلي دي.

د سرپل والي، ذبیح‎الله اماني وايي چې د یک‎شنبې شپې راهیسې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ د سرپل مرکز ته څېرمه نښتې روانې دي.

دی د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه کره شمېر نه ورکوي، خو وايي چې دواړو خواو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په همدې حال کې یوې سرچېنې طلوع نیوز ته ویلي دي چې د سرپل مرکز بلغلي کلي کې د افغان ځواکونو یوه پوسته د طالبانو لاسته لوېدلې ده، خو چارواکي یې نه تائيدوي.

سرچېنې وايي چې طالبانو د صیاد ولسوالۍ، سویل او شمال خواوو د سرپل پر مرکز برید کړی دی.

سیمه‎ییز چارواکي وايي چې اوس مهال سرپل ـ جوزجان لاره تړلې ده او طالبانو پر دې لاره پلټنې مرکزونه جوړ کړي دي.

طالبانو دا نښتې تائید کړې دي.

د سرپل سیمه‎ییز چارواکي وايي چې که هوايي مرستې ونه رسږي، نو ښایې چې د ولایت مرکز د طالبانو لاسته ولوېږي

شریک یي کړئ