Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سرچینه:د«بمونو مور» برید کې پاکستاني طالبانو ډېره مرګ ژوبله لیدلې

په داسې حال کې چې د امریکا له خوا د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د تر ټولو ستر نااټومي بم له برید څخه ۵ ورځې تېږي،یوې امنیتي سرچینې نن سې‎شنبې(د وري په ۲۹ مه)طلوع نیوز ته وویل چې د لسګونو پاکستاني وګړو د وژل کېدو سربېره،۱۲ تاجیکستاني او ۱۳ هندي وګړي وژل شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې په دغو وژل شویو کسانو کې د پاکستاني طالبانو د تحریک او طیبه لښکر پخواني غړي او د اورکزیو له قوم څخه دي.

د دې سرچینې د مالوماتو له مخې،په دغه برید کې د ۹۶ وژل شویو په ډله کې د هېواد په ختیځ کې د داعش ۱۳ مهم قومندانان هم شمال دي.

د هغو ترهګرو د پېژاند په اړه د امنیتي ادارو د نویو څېړنو پایلې چې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې په بمي برید کې وژل شوي دي.

·        د پاکستان د طالبانو تحریک غړی شاهدعمر

·        د حافظ سعید ورور ویلکم 

·        د پاکستان د پوځ متقاعد افسر قوماندان مختار

·        د داعش عملیاتي قوماندان ابوبکر 

·        د طیبه لښکر غړی شیخ وقاس  

·        هندي وګړی قوماندان محمد

·        هندي وګړی انلاه گیتا   

·        په خراساني اورکزي مشهور یاسر

·        قوماندان عمران  اورکزی

·        قوماندان آفتاب   پنجابی

·        حمزه اورکزی    اورکزی

·        قوماندان حنیف کنړی     

·        حاجي سعد کنړی

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش په دې اړه وویل:«کله چې د یوې ډلې مرکزي زړی له منځه ولاړ شي،په دغې ډله کې ګډوټي رامنځته کېږي او دا د هغوی تر لاس لاندې کسانو د کمزرتیا لامل کېږي.»

د دغو مالوماتو له مخې په ۹۶ ترهګرو کې چې په دې برید کې وژل شوي په تاجیکستان کې د داعش ډلې د مشر شیرمحمدصفروف په ګډون ۱۲ تنه تاجیکستانيان او ۱۳ هندي وګړي شامل دي، د تاجیکستان او هند استخباراتي ادارې هم د دغو کسانو وژل تاییدوي.

پخوانی پوځي عتیق الله امرخېل وايي:«له دغه بم څخه کار اخیستنه یو ډېر جدي کار وه،که‎چېرې په ریښتیا سره یې داعشیان له منځه وړي وي،موږ یې هر کلی کوو،خو د خلکو خوندیتوب هم باید په پام کې ونیول شي.»

خو د داعش فعالیتونه یوازې په ننګرهار پورې نه محدودېږي.

په تېرو څو میاشتو کې د دې ډلې غړي په کنړ، سرپل، زابل، غور او جوزجان ولایتونو کې هم لیدل شوي دي.

په ولسي جرګه کې د سرپل د خلکو استازی سید حسین شریفي بلخابي وايي:«داعشیان د خلکو په وړاندې ګواښ دي، د سرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ کې یې د ماشومانو سرونه یې پرې کړل او کورونه یې وسوځول او د خلکو مالونه یې له ځانه سره یوړل.»

د هېواد په ختیځ کې د داعش پر لوی مرکز د بم له غورځولو وروسته، د پرېکنده ملاتړ ماموریت قوماندان، جنرال جان نکلسون په خبري ناسته کې وویل:»عملیات پر هغو دښمنانو ترسره شول چې په افغانستان کې د ننه دي. داعشیان لکه څنګه چې موږ ګورو د پاکستان د طالبانو تحریک غړو څخه جوړ شوي چې د پاکستان د پولې څخه راغلي دي همداراز د ازبکستان اسلامي خوځښت غړي‎توب لري او یو شمېر سیمه‎ييز طالبان له داعش سره یوځای شوي دي. نو دوی دي چې په افغانستان کې جګړه ک وي.»

نوموړي زیاته کړه:«د دښمن پټنځایونو او دا چې له بهر څخه یې ملاتړ کېږي زموږ اندېښنه شته. سره له دې اوس مو پوځي عملیات پر دې نه دي متمرکز، زموږ تمرکز پر ترهګرو او وېره‎اچوونکو دی چې هڅه یې په افغانستان کې فعالیت دی او موږ به وروسته له خپلو دپلوماتیکو همکارانو سره کار وکړو تر څو په ګټه په سیمه کې او ګاونډي له ترهګرو سره د ملاتړ په کمښت کار وشي.»

شریک یي کړئ