Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سرچینه: طالبانو د زابل ارغنداب ولسوالۍ ودانۍ ته اور ورته کړی

یوه امنیتي سرچینه طلوع نیوز ته وايي چې طالبانو د زابل ولایت د ارغنداب ولسوالۍ ودانۍ ته اور ورته کړی او د پولیسو ۱۶ سرتېري یې له ځان سره بیولي دي.

خو د زابل ولایتي شورا وايي چې په دغې ولسوالۍ کې ۱۶ پولیس له خپلو وسلو سره طالبانو ته تسلیم شوي او د دغې ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ ودانۍ ته طالبانو اور ورته کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت هم د دې پخلی کوي چې په دغه ولسوالۍ کې د پولیسو ۱۶ ځواکونه طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د زابل د ولایتي شورا په وینا، د ملي پوځ یو سرتېری هغه مهال ووژل شو او دوه تنه نور یې ټپيان شول چې غوښتل یې د ارغنداب ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ د ودانۍ د سوځېدو مخنیوی وکړي خو د هغوی د لېږد موټر د سړک په غاړه ماین برابر شو.

بلخوا طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
د زابل ولایتي شورا وايي چې په دغې ولسوالۍ کې ۱۶ پولیس له خپلو وسلو سره طالبانو ته تسلیم شوي او د دغې ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ ودانۍ ته طالبانو اور ورته کړی دی.

شریک یي کړئ