طالبانو ته یوه نږدې سرچینه وايي، چې طالب مشران د یو لنډمهالي اوربند د ټینګښت په اړه سره هوکړې ته رسېدلي دي.
سرچینه زیاتوي، په څو ورځو کې به د طالبانو او امریکا تر منځه د سولې د هوکړې نېټه هم روښانه شي او دواړه لوري به د افغانانو تر منځ د مذاکراتو په پیل هم سره وغږېږي.
د طالبانو مخکنی قومندان سیداکبر آغا په دې اړه وویل:«اوربند دوه جزه لرل؛ یو جز یې دا و چې له امریکا سره د هکړې تر لاسلیک مخکې... اوربند و. او بل جز یې دا چې اوربند عمومي وي؛ هم له افغانانو او هم له بهرنیو سره. فکر کوم چې طالبانو د لومړي جز په اړه هوکړه نه ده کړې.»
له بل لوري، د کړکېچ نړیوالې ډلې په یوه راپور کې افغانستان د هغو لسو هېوادونو په کتار کې راوستی چې، په هغو کې به په راتلوونکي زیږدیز کال کې هم جګړه روانه وي.
د دغه راپور په یوې برخه کې راغلي: «د امریکا او طالبانو هوکړه چې د سولې لپاره یوه اړتیا ده، د افغانانو تر منځ د هوکړې یوازینۍ اوږده لار به وي؛ خو بیا هم د روانې خونړۍ جګړې د راکمولو لپاره یوازینی څرک دی.»
په کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله خان هم هیله څرګندوي چې د سولې هڅې له ځان سره پایله ولري:«هیله لرو چې، امریکا او طالبان داسې یوې هوکړې ته ورسېږي چې، د اوربند لامل شي او د افغانانو تر منځ هم خبرې پیل شي.»
له بل لوري، ځینې سیاسي بهیرونه وايي چې، له طالبانو سره د خبرو لپاره د یوه پلاوي د جوړولو په موخه د سیاسي ګوندونو تر منځ خبرې پیل شوي او په وینا یې دغه پلاوی باید ټول شموله وي.
د سولې عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي په دې اړه وايي:«زموږ هیله دا ده چې یوه ټول اړخیزه او واحد پلاوي ته ورسېږو... ځینې تنګ نظرۍ شته او مخکې هم وې؛ طبعاً ګوندونه نه پرېږدي چې د افغانستان په دغو شرایطو کې رامنځته شوی فرصت ضایع شي.»
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې، دم ګړۍ په امریکا کې دی، له افغانستانه قطر ته له سفر وروسته ویلي و چې، د امریکا او طالب استازو تر منځ خبرې یوه مهم پړاو ته رسېدلي دي.