پروان ولایت کې د طالبانو برید پایله کې څلورو افغان سرتېرو ژوند بایللی دی.
یوه سرچینه نن(دوشنې د چنګاښ په ۲۳مه نېټه) وايي بریدونه د پروان ولایت شینوارو ولسوالۍ کې شوی او پایله کې یې ۵ سرتېري ټپیان دي.
د مالوماتو له مخې برید تېره شپه کابو یوولس نیمې بجې په داسې حال کې پیل شوي چې یوې ډلې طالبانو په اشتر شهر او نمک آب کلیو کې د افغان ځواکونو پر پوستو برید وکړ.
سرچینه زیاتوي چې نښتې کابو څلور ساعته دوام درلود او درې تنه افغان سرتېري ورک دي.
ویل شوي چې د افغان ځواکونو ځوابي برید کې څلور تنه طالب وسله وال هم وژل شوي او پاتې نور له سیمې تښتېدلي دي.
سیمه ییزو چارواکو او طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.