یوې سرچینې نن دوشنبې (د مرغومې په ۲۳مه) ویلي چې تېره شپه پکتیا ولایت کې د دولت له یوه زندانه ۲۳ تنه بندیان تښتېدلي دي.
د سرچینې په وینا، دغه بندیان د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز ښار کې د دولت په یوې بندخونه کې بندیان وو.
سرچینه زیاتوي چې ډېری دغه بندیان په ترهګریزو فعالیتونو کې د لاس لرلو په تور بندیان شوي وو.
بلخوا د پکیتا د والي ویاند عبدالله حسرت دغه څرګندوې بې بنسټه بولي او وايي چې د دغو کسانو شمېر اوه تنه وو.
د ښاغلي حسرت په وینا د اوو تنو په منځ کې، درې تنه د طالبانو په لیکو کې د فعالیت په جرم، یو تن هم هېواد ته د خیانیت په جرم، یو کس د فرېبکارۍ، یو تن د قتل او یو تن هم د ترور په جرم بندیان وو.
هغه زیاته کړه چې دغه بندیان د پکتیا د زندان د جومات د کړکیو له ماتولو سره په تېښته بریالي شوي دي، خو د هغوی د نیولو لپاره هڅې او همدارنګه د بې پروایۍ په اړه پلټنې پیل شوې دي.