یوه امنیتي سرچینه وايي نن(چهارشنبې د غبرګولي په ۲۸مه نېټه) وايي چې تېره شپه کندز کې د طالبانو برید پایله کې ۵ افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی.
سرچینه همداراز زیاتوي چې پېښه هغه مهال شوې ده چې یوې ډلې طالبانو د کندز تلوکه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستې برید کړی دی او نښتو تر سهاره دوام وکړ.
همداراز نښته کې اووه افغان سرتېري ټپیان شوي هم دي، سرچینه وايي چې طالبانو د افغان ځواکونو دوه زغره وال موټر هم له ځانه سره وړي دي.
نښته کې طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو مالومات نشته.
تر اوسه پورې امنیتي چارواکو او طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.