Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سرچینه: کندز کې د پوځ ۱۳سرتېرو ژوند له لاسه ورکړ

طلوع نیوز ته یوه سرچینه وايي، کندز کې ۱۳ افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپيان دي.

سرچینه نن(چهارشنبې د لړم په ۲۹مه نېټه) زیاتوي، یاد شمېر افغان سرتېرو ته تېره شپه د دغو ځواکونو پر اډې د طالبانو د برید په پایله کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

که څه هم سرچینه وايي چې وژل شوي سرتېري د ملي اردو غړي دي، خو د هېواد ملي دفاع وزارت دا خبر نه تاییدوي.

په همدې حال کې سیمه ییز چارواکي هم د برید په تړاو څه نه وايي.

خو طالبانو د برید مسوولیت منلی دی.

سرچینه وايي چې طالبانو تېره شپه د امام صاحب په ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستې برید کړی

شریک یي کړئ