Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سرچینه: ۱۳ سرتېري د طالبانو د برید په پایله کې وژل شوي

یوې سرچینې نن پنجشنبې (د غبرګولي په ۴ مه) طلوع نیوز ته وویل چې د چهارشنبې په شپه په کندهار کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې د ملي پوځ کابو ۱۳ سرتېري او ۸ طالب جنګیالي وژل شوي دي.

دغه سرچینه زیاتوي چې د ملي پوځ ۸ سرتېري په دغه نښته کې ټپیان شوي دي.

د سرچینې په وینا، نښته هغه مهال پیل شوه چې په لسګونه وسله‎والو طالبانو د چهارشنبې په شپه د ۱۰ بجو شاوخوا،د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ په یوې امنیتي پوستې برید وکړ.

دغې سرچنې همدارنګه زیاته کړه:«طالبانو له دغه برید څخه وروسته له سیمې تېښته وکړه.»

ځايي چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله‎والو مخالفانو د ملي پوځ پر پوستو خپل بریدونه زیات کړي دي چې د امنیتي ځواکونو مرګ‎ژوبله یې زیاته کړې ده.

په دوو وروستیو میاشتو کې، د ملي پوځ پر امنیتي پوستو او ممهو ځایونو څلورم برید دی.

د ترهګرو لومړنی برید په کابل کې د سردار محمد داوود خان پر روغتون وه چې په هغه کې کابو ۵۰ تنه ووژل شول.

دویم برید په بلخ کې پر ۲۰۹ شاهین قول اردو وه چې په هغه کې څه باندې ۱۵۰ تنه شهیدان شول.

له هغې وروسته،د دوشنبې پر شپه د کندهار په شاه ولي کوټ کې پر امنیتي پوستې برید دی چې په هغه کې کابو ۱۱ سرتېري شهیدان شول.  

شریک یي کړئ