Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سرچینې:د طالب بندیانو ازادول د کومانډویانو له خلاصون سره مشروط دي

په افغان حکومت کې سرچینې وايي تر هغې چې د افغانستان ۲۲ ګومانډويي ځواکونه چې د طالبانو په بند کې دي، ازاد نه شي؛ د طالبانو ۳۲۰ لانجمن بندیان به هم ازاد نه شي.

د ۴۰۰ لانجمنو طالب بندیانو په هکله د ولسمشر د فرمان له صادرېدو نهه ورځې تېرېږي - خو له دې منځه د هغوی یوازې ۸۰ تنه ازاد شوي او وروسته بیا د هغوی د خلاصون بهیر درول شوی دی.

سرچینې وايي چې د شپږو طالب بندیانو د خوشې کولو په تړاو د استرالیا او فرانسې رسمي ملاحظات له یوې خوا او د طالبانو له بنده د ټولو دولتي سرتېرو پر خلاصون د افغان حکومت ټینګار له بلې خوا هغه خنډونه دي چې، د افغانانو تر منځ د خبرو د پیلېدو کره وخت یې له ابهام سره مخ کړی دی.

بلخوا ولسمشر غني ګواښ کوي چې د دغو ۳۲۰ طالب بندیانو د خلاصون په صورت کې، کېدای شي چې د نشه يي توکو څپه امریکا او اروپا ته ورسېږي.

ولسمشر غني هم د برېټانیې له ټایمز سره په مرکه کې د پاتې ۳۲۰ لانجمنو طالب بندیانو له خوشې کولو وروسته د هغو د پایلو له امله خبرداری ورکړی او وايي چې، د افغانانو تر منځ په خبرو کې لومړۍ موضوع به اوربند وي.

ولسمشر ويلي دي: «کله چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې پیل شي؛ نو په اجنډا کې به اوربند لومړنۍ موضوع وي. اوس به وګورو چې، طالبان په رېښتیا هم پر څه باور لري.»

ټاکل شوې وه چې د افغانانو ترمنځ خبرې - د ۴۰۰ طالب بندیانو له خلاصون وروسته - په روانې اوونۍ کې پيل شي. خو اوس روښانه نه ده چې دغه خبرې به کله پيل شي.

د هېواد بهرنیو چارو وزارت هم د شپږو طالب بندیانو د خوشې کېدو پر څرنګوالي له استرالیا او فرانسې سره پر خبرو بوخت دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد په دې اړه وايي:«تمه دا ده چې دغې موضوع ته یوه جامع حل لار پيدا شي چې وکړای شو په دغه پړاو کې ستونزې ته رسېدنه وشي.»

له دې ټولو سره سره، طالبانو ته نږدې کسان، امریکا د خپلو ژمنو په عملي کولو کې پر پاتې راتلو تورونوي.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د امر باالمعروف او نهی عن المنکر رییس مولوي قلم الدین څرګنده کړه:«له امریکایانو غواړو چې خپلو پرېکړو ته درونای وکړي او خپل ملګري قانع کړي چې بندیان ازاد شي او خبرې پيل شي.»

خو د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې د سولې هڅې یوه هیله ورکوونکي پړاو ته رسېدلې دي او افغان مشران باید له تېرو تېروتنو پند واخلي او یوې سیاسي حل لارې ته سره ورسېږي.
 
شریک یي کړئ