Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سرچینې:حکومت له ګوندونو سره تر سلامشورې پرته مرکچي پلاوی چمتو کړی

په سیاسي ګوندونو او بهیرونو کې سرچینې وايي چې حکومت له دې پرته چې له سیاسي ګوندونو او بهیرونو سره سلامشورې وکړي، له طالبانو سره یې د خبرو اترو لپاره مرکچي پلاوی چمتو کړی دی.

د دغو سرچینو په وینا، حکومت په دغه پلاوي کې له سیاسي ګوندونو او بهیرونو څخه د ځينو کسانو نومونه شامل کړي دي.

دغه سرچینې وايي چې د حکومت دغه پلاوی، څه باندې لس غړي لري؛ خو تراوسه د سیاسي جریانونو او ګوندونو له خوا نه دی منلی شوی.

دغه سرچینې وايي ټاکل شوې وه چې د حکومت مرکچي پلاوی د کب تر شلمې نېټې چمتو شوی وای؛ خو اوس د کب ۲۳مه نېټه ده چې تراوسه دغه پلاوی چمتو شوی نه دی.

د ولسمشر مرستیال ویاند لطیف محمود په دې اړه څرګندوي:«د پلاوی جوړېدل وروستي دي؛ یوازې یوه او یا دوه موردو کې مشوره ده چې ډېر ژر به ترسره شي او پلاوی به وورستی شي.»

محمد اشرف غني د لوړې د مراسمو پر مهال ژمنه وکړه چې په راتلونکې ورځې کې به مرکچي پلاوی وروستۍ کړي . خو له دې ژمنې څلور ورځې تېرې شوي دي او د دغه پلاوي په تړاو جزیات نه دي خپاره شوي.

د جمعیت اسلامي د مشرتابه شوراغړی  عطا محمد نور وايي:«په سوله کې ستاسو حق دی چې بنسټيزه ونډه او لومړی خبره ولرئ؛ هېڅوک نه شي کولای چې له طالبانو سره د میز تر شاه په ځواک کېني او د خلکو له حقه دفاع وکړي.»

ورته مهال د ګلبدین حکمتیار د ټاکنیزې ډلې لومړی مرستیال فضل هادي وزین هم څرګندوي:«ارګ په مشخصه توګه د سولې د رهبرۍ او د یوه پلاوي په جوړولو کې د یوې ځواکمنې مرجع د رامنځته کولو لپاره د یوه سیاسي اجماع په جوړولو کې پاتې راغلی دی.»
 
د ګوندونو او سیاسي بهیرونو سرچېنې وایي چې هغه نوملړ یې تر لاسه کړی دی چې حکومت د یو شمېر سیاسي بهیرونو د غړونو نومونه له هغوی سره له سلا مشورې پرته د 
بل خوا د ولسمشر د فرمان له مخې ټاکل شوې ده؛ سبا د حکومت له بند نه د یو زرو پنځه سوه زندانیانو د خوشي کېدو بهیر پېل شي؛ خو ترې دې وړاندې طالبانو د ځينو دغو زندانیانو خوشي کېدل د امریکا او طالبانو تر منځ د هوکړه لیک پر خلاف بللي دي.

د مخکني ولسمشر سلاکار شهزاده مسعود وايي:«ښايي په یوې ورځ کې پنځه زره طالب بندیان ازاد نه شي، خو ښايي ځينې یې ازاد کړل شي او نور یې هم او په مشخص وخت کې خوشې شي.»

بل خوا هغه شپږ کسیز پلاوی چې د افغان حکومت له لوري قطر ته تللی و؛ ظاهراً د طالبانو ډلې له استازو سره له لېدو کاتو او خبرو پرته هېواد ته راستون شوی دی.

ملي امنیت شورا، که څه هم ویلي چې دغه پلاوي له امریکا او قطر له استازو سره لیدلي دي، خو له طالبانو سره د دغه پلاوی د لیدو په اړه څه نه دي ویلي.

ملي امنیت شورا وايي چې ټاکل شوی دی یو پلاوی د دغې شورا تر نظر لاندې قطر ته ولاړ شي. 

ټاکل شوې وه چې د حکومت مرکچي پلاوی د کب تر شلمې نېټې چمتو شوی وای؛ خو اوس د کب ۲۳مه نېټه ده چې تراوسه دغه پلاوی چمتو شوی نه دی.

شریک یي کړئ