Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سرچینې: د طالبانو مشر اووه ورځني تاوتریخوالي کمښت هوکړه کړې

له څه د پاسه یوې میاشتې سلامشورې وروسته د طالبانو مشر په افغانستان کې د اوو ورځو لپاره د تاوتریخوالي د کمولو په اړه هوکړه کړې ده.

خو د طالبانو ډلې مشر ویلي د افغانستان په مهمو ښارونو کې به تاوتریخوالی هغه وخت کم شي چې امریکا هم په اوو ورځو کې د سولې هغه موافقه لاسلیک کړي چې له مخې یې له افغانستان بهرني ځواکونه ووځي.

آزاد خبریال، سمع یوسفزی په دې اړه وايي:«دیني عالمانو په دې شرط ملا هبت الله ته مشوره ورکړې چې د تاوتریخوالي د کمولو اووه ورځنۍ طرحه تایید کړي، او په دې موده کې به امریکا له دوی سره د سولې هوکړه لاسلیک کړي.»

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي د تاوتریخوالي کمښت په دې مانا دی چې طالبان پر ښارونو بریدونه نه کوي، له ځانمرګو بریدونو ډډه کوي او همداراز د هیواد مهمې لارې نه تړي.

له بلې خوا د هیواد پخوانی ولسمشر حامدکرزی (چهارشنبې د مرغومې په ۲۵مه نېټه) په هند کې د رایسینا په کلنۍ ناسته کې، د افغانستان د سولې په بهیر کې د امریکا هڅې هیله منوونکې بولي.

هغه زیاته کړه:«‎هو موږ په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د امریکا تازه نوښت ته هیله من یو او دا هڅې به کارنده وي موږ له دغو هڅو ملاتړ کوو.»

له بلې خوا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار د رایسینا په کلنۍ ناسته کې د سولې بهیر د بریالي کېدو لپاره د طالبانو لخوا د اوربند په کولو ټینګار کوي.

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار، حمد الله محب څرګندوي:«‎اوربند په هیواد کې د تلپاتې سولې بهیر ګړندی کوي، ځکه افغانان په جدي توګه د هغې غوښتونکي دي او که ورسره هوکړه ونه شي، دا کار به دافغانستان خلکو او دولت ته ثابته کړي چې زموږ دښمنان نه یوازې سولې ته جدي نه دي بلکې دوي د دې پرېکړې صلاحیت هم نه لري.»

ولسمشرۍ ماڼۍ هم د سولې په چارو کې د دولت وزارت په مشرۍ د سولې په برخه کې د همغږۍ یوه لوړپوړې کمیټه جوړه کړې او د ولسمشر په حکم کې راغلي چې د سولې په بهیر کې باید ټولې کړنې او دریځونه د سولې په چارو کې د دولت وزارت په همغږۍ وشي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده، ناجیه انوري په دې اړه وايي:«دا کمېټه چې مسوولیت یې د سولې په چارو کې د دولت وزارت لري، د سولې په بهیر کې د ۱۴ ښکېلو بنسټونو او وزارت سره همغږۍ په برخه کې کار کوي.‎»

اخوا په قطر کې ځینې سرچینې طالبانو ته د تازه شرطونو په اړه د ګلبدین حکمتیار څرګندونې ردوي او وایي امریکا له ایران سره د طالبانو ډلې د اړیکو د پرې کولو او همداراز د سولې موافقې له لاسلیک وروسته په افغانستان کې د یو شمیر امریکايي پوځیانو د پاتې کيدو په اړه هیڅ شرط نه دی مطرح کړی.

د طالبانو مشر تایید کړې ده چې امریکا دې د اوو ورځو په اوږدو کې د سولې هوکړه لاسلیک کړي او په پایله کې به یې بهرني ځواکونه له افغانستان نه ووځي

شریک یي کړئ