Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سرچینې: غني ایټالیا کې د افغانستان سفیره او مرستیال یې ګوښه کړي

طلوع نیوز ته یوه سرچینه وايي چې روم کې د افغانستان سفارت کې د جنجالونو په دوام ولسمشر غني ایټالیا کې د افغانستان سفیره او په دغه هېواد کې د افغانستان د سفارت مرستیال له دندې ګوښه کړې دي.

د سرچینې په خبره، له روم نه افغان ډپلوماټان هېواد ته راغوښتل شوي وو او د ستونزو له څېړنو وروسته، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ایټالیا کې سفیره او د سفارت مرستیال ګوښه کړي دي.

هلینا ملکیار د روان هجري لمریز کال د غبرګولي په اتمه نېټه روم کې د افغانستان سفیرې په توګه وګمارل شوه.

روم کې د سفیرې په توګه د نوموړې له ګمارل کېدو وروسته، د هغې او افغان ایټالیا کې د افغان ډپلوماټانو ترمنځ د ستونزو په تړاو راپورونه خپاره شول.

د روانې میاشتې په اتمه نېټه طلوع نیوز د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د یوه لیک پر بنسټ راپور جوړ کړی چې له روم نه یې خپل پنځه ډپلوماټان ورغوښتي وو.

هغه مهال یو شمېر سرچینو ویلي وو چې هلنا ملکیار له ولسمشرۍ ماڼۍ سره نېږدې اړیکې لري او د نوموړې له غوښتنې وروسته دغه پنځه ډپلوماټان کابل ته غوښتل شوي وو؛ خو مېرمن ملکیار چې د ستونزې یو لوری وو، نه وه غوښتل شوې.

سرچینه څرګندوي چې هلنا ملکیار د بهرنیو چارو وزارت پخواني سرپرست، ادریس زمان نه غوښتنه کړې وه چې دغه ډپلوماټان هېواد ته وغواړي، خو وروسته له دې چې دا غوښتنه په پام کې نه وه نیول شوې د ادریس زمان او ولسمشر ترمنځ ستونزې زیاتې شوې وي او له کبله یې ادریس زمان له بهرنیو چارو وزارته ګوښه شو.

خو وروسته له هغې هارون چخانسوري د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په توګه وټاکل شو او روم کې یې پنځه افغان ډپلوماټان وروغوښتل.

هلینا ملکیار د روان هجري لمریز کال د غبرګولي په اتمه نېټه روم کې د افغانستان سفیرې په توګه وګمارل شوه

شریک یي کړئ