Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سرچینې: د سولې له هوکړې سره جوخت به لنډمهاله اوربند وشي

طالبانو ته نېږدې سرچینې وایي، قطر نه د شهاب الدین په مشرۍ د طالبانو درې کس‎ییزه پلاوی پاکستان ته د خپلو مشرانو سره لیدنې لپاره تللی او د تاوتریخوالي کمېدو او اوربند په اړه سره هوکړې ته رسېدلي دي.

دغه سرچیني ټینګار کوي دغه پلاوی له خپلو مشرانو سره له امریکا سره د سولې هوکړې لاسلیک سره همهاله د لنډمهاله اوربند لپاره هوکړه کړې ده.

له هغې وروسته چې د قطر خبرو په وروستي پړاو کې امریکا له طالبانو وغوښتل د سولې هوکړې له لاسلیکه مخکې دغه ډله اوربند اعلان او تاوتریخوالی کم کړي، طالبانو د مشورې لپاره د مولوي شهاب الدین دلاور او مولوي خیراله خیرخواه په ګډون درې کس‎ییز پلاوی پاکستان ته ولیږه، خو د دغو مشورو پایلې څه وې؟

د طالبانو ډلې پخوانی قوماندان، سید اکبر آغا دغه پوښتنه داسې ځوابوي.«زما په نظر دا مریکایانو اسرار په اوربند و، خو د طالبانو ټینګار دا و چې له خپلو مشرانو سره مشوره وکړي، دوی د یوه لنډ مهاله اوربند په تړاو تللي دي، او له خپلو مشرانو سره یې لیدلي دي. داسې ښکاري چې مشورې مثبتې دي. امریکایان غواړي چې اوربند دې له هوکړې مخکې پلی شي، خو طالبان بیا غواړي چې دا اوربند له هوکړې وروسته وشي. ځکه طالبان وايي چې که مخکې وشي بیا به مسوولیت موږ ته راجع شي، چې مخکې موږ ورسره جګړه کوله او اوس ورسره جګړه دروو.»

اوس یوه مهمه پوښتنه دا ده چې آیا په قطر کې د طالب مشرانو نظریات، د جګړې په ډګرونو کې د طالبانو ډلې د پوځي قوماندانانو له نظرونو سره یو شان دي که نه؟

په پکتیا کې د حقاني ډلې قوماندان، ابوبکر مرحبا دې پوښتنې ته ځواب داسې ځواب وايي:«موږ ورسره موافق یوو، دوی زموږ مشران دي، موږ ورته درناوی لرو. څنګه چې د دوی امر وي، نو د دوی امر کې به خیر وي، موږ د دوی د امر تابع یوو.»

افغان حکومت تمه لري چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له لاسلیک څخه مخکې، طالبان اوربند اعلان کړي او له افغان حکومت سره خبرو ته کیني.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده، ناجیه انوري څرګندوي:«سوله د افغانستان اسلامي جهوریت او طالبانو ترمنځ د مستقیمو مذاکراتو په پایله کې به تامین شي. طالبان باید د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت له لاسه ورنکړي او د خلکو غوښتنو او د مخامخ غبرو غوښتنې ته دې درناوی وکړي.‎»

د سولې د خبرو په اړه سرچینې وايي د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په قطر کې دی او د تاوتریخوالي د کمښت او اوربند په اړه د طالبانو د نظرونو په تمه دی ترڅو په دې کار سره د دواړو لوریو ترمنځ د سولې د موافقې د لاسلیک لپاره لاره اواره شي.

د سولې له خبرو خبرې سرچیني ټینګار کوي چې د طالبانو دغه پلاوی له خپلو مشرانو سره له امریکا سره د سولې هوکړې لاسلیک سره همهاله د لنډمهاله اوربند لپاره هوکړه کړې ده.

شریک یي کړئ