سرچینې طلوع نیوز ته وايي چې واشنګټن ته د ولسمشر غني سفر چې ټاکل شوې وه د شنبې په ورځ له یوه ۱۳ کسیز پلاوي سره ولاړ شي، وځنډېد.
د سرچینو په وینا، ټاکل شوې وه ښاغلی غني د شنبې په ورځ واشنګټن ته ولاړ شي او د دوشنبې په ورځ د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره وویني.
خو ولسمشرۍ ماڼۍ تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا او طالبان د سولې هوکړهلیک په اړه په اصولو کې سره هوکړې ته رسېدلي دي او افغان حکومت د دغې هوکړې د څرنګوالي په اړه خپله شدیده اندېښنه اعلان کړې ده.
دا سفر په داسې حال کې کېږي چې امریکا د افغانستان له ولسمشریزو ټاکنو مخکې د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو د پیل په هڅه کې ده.
په دې اړه مو اندونه