Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سعادتي: د مصالحې عالي شورا اداري جوړښت ډېر وخت ته اړتیا لري

د مصالحې عالي شورا دویم مرستیال اسدالله سعادتي وايي، د دغې شورا د اداري جوړښت بشپړېدل به وخت ونیسي، خو د څرنګوالي په اړه یې کارونه دوام لري.

ښاغلی سعادتي وايي، د سولې په چارو کې د دولت وزارت به د مصالحې عالي شورا په دارالانشاء بدل کړای شي.

خو داسې نیوکې شتون لري چې د دغې شورا د عملي کارونو په پيل کې ځنډ په هېواد کې د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت ته زیان ورسوي.

اسدالله سعادتي وویل:«د دارالانشا برخه چې شتون لري، هغه د سولې وزارت ته ځانګړې کېږي. د مصالحې عالي شورا رییس برخه، د مصالحې عالي شورا جوړېدل او د هغه څه پر خلاف چې تاسې وایئ د هوکړې له لاسلیک سره وشول.»

په همدې حال کې ارګ وایي، چې د مصالحې شورا د کارونو له پيل وروسته به د سولې پر لور لوی ګامونه واخیستل شي 

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په دې اړه وايي:«د ملي مصالحې عالي شورا رامنځته کېدل یو ډېر اساسي ګام دی، مهم کارونه، بنسټیزو کارونه ترسره شوي، خو یو بهیر دی، یوه پروسه ده، ټاکل شوې چې په دې برخه کې نور مهم کارونه هم ترسره شي.»

کابو دوې اوونۍ د عبدالله عبدالله په مشرۍ د مصالحې د عالي شورا له جوړېدو تېرېږي او د ملي مصالحې د عالي شورا د جوړښت د څرنګوالي او د دغې شورا د عملي کار د پیلېدو خبر نه دی ورکړل شوی.

د سیاسي چارو شنوونکی شهزاده مسعود وویل:«په دغو دوو اوونیو کې باید ملي مصالحې شورا غړي تعیین شوی وای او د افغانانو ترمنځ د مذاکرې لپاره له دغه طلايي فرصت څخه باید ژر استفاده شوې وای او شرایط باید چمتو شوي وای. زه وېره لرم چې خدای مه کړه موږ په داخلي ګومارنو کې وقت ضایع کړی وي او دغه طلايي فرصت مو له لاسه ورکړی وي.»

د ملي مصالحې د عالي شورا د کار نه پيلېدل د دې لامل شوي چې یو شمېر هېوادوال، سیاستوالان د پروګرامونو او عملي طرحو په نه لرلو تورنوي.

د افغانستان د سولې او ژغورنې شورا مشرتابه غړی فضل هادي وزین هم زیاتوي:«د مصالحې عالي شورا دې ژر تر ژره جوړه شي او دغه شورا باید یوه تشریفاتي هغه نه وي، واقعي شورا وي د افغانستان په جګړې او سوله کې د ټولو ښکېلو لوریو لپاره د منلو وړ وي.»

د ارګ او سپیدار په موافقه کې د ملي مصالحې عالي شورا د سولې په چارو کې صلاحیت لرونکی بنسټ بلل شوی دی.

خو له دې مخکې سرچینو ویلي چې دواړه لوري د کابینې لپاره د کسانو د غوره کولو په هکله سلامشوره کوي.

د ملي مصالحې عالي شورا دولس ورځې مخکې د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې د لاسلیک په پایله کې رامنځته شوه.

شریک یي کړئ