د سمنګان دره صوف بالا ولسوالۍ کې دوو کلیو د خلکو او طالبانو ترمنځ نښته کې ۱۵طالب وسلهوال او دوه تنه ملکیان وژل شوي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند، محمد حنیف رضايي وایي، دې پېښه کې د بلخ زارې ولسوالۍ لپاره، د طالبانو تش په نامه مرستیال ولسوال هم وژل شوي.
ښاغلی رضايي وایي، همدې نښته کې ۲۲ تنه طالبان او پنځه تنه د سیمې خلک ژوبل شوي.
د رضايي په وینا اوس په سیمه کې حالت عادي دي.
د سیمې خلکو بیا ټلیفوني اړیکه کې ویلي، ښایي طالبان غچ اخېستو لپاره بیا چهارمغزک او پس قول کلیو ته ورستانه شي.
د سیمې خلک وایي، وروستیو څلورو ورځو کې طالبانو څو وار، پر چهارمغزک او پس قول سیمه باندې سیمه باندې بریدونه کړي، خو عامو خلکو مقاومت کړی.
د سیمې د خلکو په وینا تراوسه دولتي ځواکونو نه دي وررسېدلي.