Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سناټوران: د سیاسي اختلافونو له دوامه مخالف وسله وال ګټه اخلي

د مشرانو جرګې ځینې غړي ګواښ کوي چې د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي اختلافونو له دوامه مخالف وسله وال ګټه اخلي او دا کار به افغانستان له جدي ننګونو سره مخ کړي.

د ولسمشرۍ ټاکنو له امله د اشرف غني او عبدالله عبدلله ترمنځ رامځته شوي اختلافونه د کابو درې میاشتو په تېرېدو سره لاهم دوام لري. 

د مشرانو جرګې غړي وايي چې ښاغلی غني او عبدالله باید ژر تر ژره سره هوکړې ته ورسېږي او افغانستان چې د کورونا ویروس له کړکېچ سره مخ دی، وژغوري.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار وايي:«د شخړو او اختلافونو دوام جګړه زوروره کوي او دا جګړه به د طالب په ګټه پرېوځي.»

د مشرانو جرګې بل غړی محمد حنیف حنفي هم زیاتوي:«دغه بدبختي چې د دواړو ترمنځ رامنځته شوې او ورځ په ورځ د زیاتېدو په حال کې ده، د دښمن ژرندې ته د اوبو پرېښودل دي.»

له بلخوا ځینې سرچینې طلوع نیوز ته وايي چې عبدالله عبدالله یوه طرحه برابره کړې چې د مصالحې عالي شورا او د حکومت د ۵۰ سلنه وېش په کې شامل دی خو دغه طرحه تراوسه ولسمشر غني ته نه ده لېږل شوې، اخوا د عبدالله عبدالله ویاندویان په دې هکله جزیات نه ورکوي.

د عبدالله عبدالله ویاند امید میثم څرګنده کړه:«موږ تل له معقولې هوکړې چې ټاکنیز کړکېچ له حل سره مل وي ملاتړ کړی دی. ملي او نړیوال مشروع اندېښنې زموږ لپاره مد درک وړ دي. د طرحې د وروستي کېدو لپاره زموږ سلامشورې په شدت سره روانې دي او هیله لرو چې د دغې طرحې په رڼا کې یو ټول ګډونه حکومت شاهد واوسو.»

له دې مخکې د سولې په چارو کې د دولت وزیر هم طلوع نیوز ته ویلي و چې ټاکل شوې ډېر ژر عبدالله عبدالله د مصالحې عالي شورا مسوولیت ومني او خپل کار پيل کړي.

د ملي جنبش ګوند مرستیال او د مشرانو جرګې منشي عبدالله قرلق وايي:«د کورونا ترڅنګ رامنځته شویو سیاسي شخړو د خلکو اندېښنې زیاتې کړې دي او هیله لرم چې ژر تر ژره دغه شخړې پای ته ورسېږي.»

له بلخوا حامد کرزي ته نږدې کسان وايي د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د منځګړیتوب لپاره هڅې روانې دي.

پخوانی والي احمد الله علیزی څرګندوي:«د افغانستان خلک هیله من دي چې شخړې ژر حل شي. د دغو شخړو حل د افغانستان د خلکو په ګټه دی.»

له دې سره سره هېوادوال وایي د کرونا ویروس د کړکېچ ترڅنګ سیاسي اختلافاتو د دوی ژوند له ستونزو سره مخامخ کړی دی.

له دې مخکې هېوادونو او نړیوالو سازمانونو له محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله غوښتي چې خپل اختلافات حل کړي او د یوه ټول ګډونه حکومت پر سر، سره سلا شي پرته له هغې به دا هېوادونه له افغانستان سره د خپلو مرستو پر څرنګوالي له سره غور وکړي.

حامد کرزي ته نږدې کسان وايي د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د منځګړیتوب لپاره هڅې روانې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه