Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

"د غني لوړپوړي سلاکار د سکرترې تحصیلي سندونه نیمګړتیاوې لري"

طلوع نیوز هغه سندونه ترلاسه کړي چې ښيي د بیځ بنسټونو په چارو کې د ولسمشر اشرف غني لوړپوړي سلاکار شادمحمد څرګند داسې یوه مېرمن د خپل سکرترې په توګه نیولې چې د هغې تحصیلي سند نیمګړتیا لرله او همدارنګه له لسو میاشتو راهیسې خپل کاري ځای ته حاضره شوې نه ده، خو معاش اخلي.

د ښځو چارو وزارت په یوه رسمي لیک کې چې د وري په لسمه نېټه د ولسمشرۍ د چارو ادارې ریاست ته لیکل شوی راغلي په دغه وزارت کې د مېرمن دل افروز اړوند ټول اسناد چې د دغه وزارت پخوانی کارکونکې وه او وروسته د بیخ بنسټونو په چارو کې د ولسمشر د سلاکار شاد محمد څرګند د سکرترې په توګه ګمارل شوې د چارو ادارې ته لېږلی دی.

خو په هغه لیک کې چې د چارو ادارې د غوايي میاشتې په اتلسمه د ښځو چارو وزارت ته لیکلی لیدل کېږي چې د چارو ادارې د مېرمن دل افروز په تحصیلي سند کې له ستونزو پرده پورته کړې ده.

په دې لړ کې ځینې سرچینې طلوع نیوز ته وايي دغه مېرمن له شادمحمد څرګند سره پخوانۍ پېژندګلوي لري له همدې امله یې د سکرترې په توګه ګومارل شوې او په داسې حال کې چې لس میاشتې مخکې په دې دنده ګومارل شوې تراوسه خپل کار ته نه ده حاضره شوې او هره میاشت خپل معاش هم اخلي.

د بېخ بنسټونو په چارو کې د ولسمشر لوړپوړی سلاکار شاد محمد څرګند وايي:«په سن کې تېروتنه شوې وه. بیا وروسته یې ماته وویل چې اصلاح شوې، د همدې په خاطر، زه په سې ونه ګرځېدم. ورته مهال په ارګ کې د دفتر لپاره ځای ډېر کم دی، ورته مهال موږ په څرخي پله سیمه کې د تعمیراتي توکو یو لابراتوار جوړوو، زه هلته ډېر کار کوم، هلته مې همدا (دل افروز) استولې ده.»

له بلخوا په ولایتونو کې ځینې سرچینې له سیمه ییزو چارواکو په تېره بیا د کونړ او نورستان ولایتونو له ځینو چارواکو سره د شادمحمد څرګند د ملګرتیا خبره کوي او دا چې نوموړي په ځلونو په بېلابېلو پلمو په چورلکو کې دغو ولایتونو ته سفرونه کړي ترې یادونه کوي.

 ځينې عکسونه ښيي چې سږ کال د نورستان ولایت په مرکز کې د څرګند په نوم یو تفریح ځای هم جوړ شوی او دغه تفریح ځای د څرګند او د نورستان د والي لخوا پرانیستل شوی دی چې د ولسمشر دغه سلاکار دا کار د نورستان د خلکو لخوا د هغه خوشحاله کول او ستایل بولي. شادمحمد څرګند ټینګار کوي چې په چورلکو کې یې د سفرونو موخه د ولایتونو د بنسټیزو پروژو لیدل و، خو کله مو چې په دې اړه له ملي دفاع وزارته پوښتنه وکړه چې په تېر یوه کال کې ښاغلي څرګند ته د چورلکې د ورکولو لپاره رسمي غوښتنه شوې که نه د نوموړي وزارت ځواب منفي و.

د بېخ بنسټونو په چارو کې د ولسمشر لوړپوړی سلاکار شاد محمد څرګند وویل:«د الوتکې په واسطه ځم، سهار ځم او ماښام بېرته راځم. یو ځل ما په یوه ولایت کې یوه شپه وکړه، په کونړ کې؛ د دې لپاره چې یو لوی پل چپه شوی و، او ما غوښتل چې هغه پل زه په خپله ووینم، په هماغه ورځ ما ونه شوی کړای چې وې وینم.»

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم هم زیاته کړه:«څرګند صاحب تراوسه درې څلور ځله سفر کړی دی.»

په وروستیو ورځو کې طلوع نیوز ته داسې سندونه رسېدلي چې ښيي شاد محمد څرګند له دوو کلونو راهیسې له دې سره په یو وخت چې د ولسمشر غني سلاکار دی، د امریکا د هایوي پوهنتون لخوا په ټولګټو وزارت کې د یوه تړون د عملي کولو د مسوول په توګه ګومارل شوی او له دې پلوه په کال کې ۷۵ زره ډالره معاش اخلي. د جمعې په ورځ د مالیې وزارت سرپرست هم په سروبي ولسوالۍ کې په یو لړ مراسمو کې په امریکا کې د شادمحمد څرګند د اوسني مسوولیت یادونه وکړه.

د مالیې سرپرست وزیر همایون قیومي وايي:«له جلالت ماب څرګند صاحب نه ډېره مننه چې امریکا کې د ډېرو مسوولیتونو سربېره، له موږ سره کار کوي.»

له دې مخکې هم په دې اړه چې دولتي چارواکو په افغان حکومت کې د کار سربېره د یو شمېر بهرنیو ادارو لپاره هم کار کړی او له دغو بنسټونو څخه یې لوړ معاشونه اخیستي. په خپاره شویو رپوټونو کې راغلي دي چې دغو چارواکو له خپلو واکونو ناوړه استفاده کړې ده. 

خود شادمحمد سرگند هم می‌پذیرد که در سند تحصیلی سکرترش، مشکل وجود داشته‌است.

شریک یي کړئ