Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سهیل شاهین: امریکې منلې چې له افغانستانه به خپل ټول ځواکونه وباسي

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین وايي چې طالبانو منلې څو خپل ټول ځواکونه له افغانستانه بهر کړي.

ښاغلي شاهین د دې پوښتنې په ځواب کې چې له امریکې سره د دغې ډلې په خبرو اترو کې څومره پرمختګ شوی، وايي چې امریکا منلې څو خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي.

هغه په خپل ټوېټر پاڼه کې لیکلي:«کله چې دا پوښتنه کېږي، چې په مذاکراتو کې څه پرمختګ شوی، نو په مذاکراتو کې امریکا منلې چې خپلې ټولې قواوې به باسي.»

هغه د امریکا دا ژمنې په خبرو اترو کې ښه پرمختګ ګڼي.

په داسې حال کې چې زلمي خلیلزاد او طالبانو، تراوسه شپږ ځله سره په قطر او ابوظبۍ کې سره لیدلي او د سولې د هوکړې په اړه یې سره خبرې کړې دي.

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل، د نورو په وړاندې د افغانستان د خاورې د نه کارولو تضمین، د افغانانو ترمنځ خبرې اترې او دایمي اوربند د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو چورلیز دی. زلمي خلیلزاد ویلي ترهغه چې د ټولو موضوع ګانو په اړه موافقه ونه شي هېڅ ډول هوکړه به ونه شي.

شریک یي کړئ