ټاکل شوې چې تر راتلونکو څو ورځو د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو استازي د افغان سولې په تړاو په جده ښار کې سره وګوري. حکومت به یوځل بیا خپل مرکچي پلاوی جدې ته ولېږي.
طالبانو ویلي دي چې په دې غونډه کې د ابوظبۍ د غونډې د پاتې خبرو د دوام لپاره ګډون کوي او د حکومت له پلاوي سره به ونه ویني.
خو د دې ټول سربېره اجراییه ریاست وايي چې د سولې د منلو لپاره د طالبانو قانع کېدو ته هیلهمن دی.
د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم په دې اړه وویل:«زموږ نړیوال همکاران په هڅه کې دي چې د خبرو ترو زمینه برابره کړي، د حکومت او د وسلهوالو مخالفینو ترمنځ د مستقیمو خبرو اترو زمینه برابره شي، خو هر ډول خبرې اترې د افغانانو پر مالکیت او مشرۍ ترسره کېږي.»
اخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغانستان او روسیې په ګډون د سیمې هېوادونو ته د خپل سفر په لړ کې نن قطر ته تللی او د افغان سولې په تړاو به د دغه هېواد له چارواکو سره خبرې وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په دې اړه وویل:«پاکستان په یوې سیمه ییزه تګلاره کې پرېکړه کړې ده چې له خپلو دوستو هېوادونو سره د سیمې او افغانستان د حالت په تړاو نظرونه تبادله کړي او د هغوی باور تر لاسه کړي. له همدې امله زه کابل، تهران، بیجېنګ او مسکو ته هم ولاړم.»
تر دغه سفر یوه ورځ وړاندې د قطر او امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیرانو هم د افغان سولې په تړاو خبرې کړي دي.
د سیاسي چارو کارپوه اسدالله ولوالجي څرګنده کړه:«دا چې په خپله پاکستان هڅه کوي، هیله بښوونکې ده.»
د ولسي جرګې ځینې غړي هم په هېواد کې د سولې د هڅو ملاتړ کوي، خو په دې برخه کې د پاکستان په نیت شک لري.
د ولسي جرګې غړی خالد پښتون وايي:«دا امریکا ده چې د سولې ضمانت وکړي. موږ له طالبانو سره په جګړه یوو؛ موږ له طالبانو تمه هم نه لرو.»
د حکومت له مرکچي پلاوي سره د طالبانو د لیدنې په ردولو سره پر دې هم نیوکې شوې او دا د دغو خبرو له چورلیزه د حکومت څنډې ته کول بلل کېږي.
له دې ټولو سره سره پاکستانۍ رسنۍ رپوټ ورکوي چې د دغه هېواد لومړی وزیر عمران خان به هم قطر او ترکیې ته سفر وکړي څو پر نورو مسایلو سربېره د افغانستان د مسلې په تړاو د دغو هېوادونو له استازو سره خبرې وکړي.