د ماشومانو په ګډون سلګونو افغان کډوالو د سویډن حکومت لخوا د پناه ورکړې ردولو سره د دغه هېواد په بېلابیلو ښارونو کې په اعتراضونو لاس پورې کړی.
د دغو اعتراضونو مسووله، فاطمه جعفري وايي چې اعتراض کوونکي اروپايي ټولنې د ماشوم کنوانسیون د ګټو اجرایې کول غواړي.
هغې زیاته کړه:«د سویډن دولت په دغه هېواد کې د افغان ماشومانو په تړاو دغه قانون تر پښو لاندې کړی دی.»
د جعفري په خبره، یاد کنوانسیون د ماشومانو پر وړاندې د رنګ، نژاد او دین په کبله باید توپيري چلند ونشي، خو د سویډن دولت هغو افغان ماشومانو ته چې د میندو او پلرونو پناه غوښتنه رد شوې، دا حقوق په پام کې نه نیسي.
په همدې حال کې ټاکل شوې د شنبې په ورځ(د لیندۍ په ۲مه نېټه) د بشري حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت د سویډن له لولیو ښار کې افغانان د جبري ویستو په تړاو اعتراضونه وکړي.
د اعتراضونه به د ماشومان ژغورنې او د سویډن د ماشوم بنسټ لخوا ترسره شي.